(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۴)
د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې د يوه پوځي مرکز شپږو عسکرو طالبانو سره د خپل مرکز په نيولو کې مرسته کړې او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه پېښه تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د سرو غنډيو په سيمه کې د (ټولي) په نامه په يوه پوځي مرکز کې رامنځته شوې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، لومړی د دوی شپږو نفوذي کسانو په مرکز کې په ميشتو عسکرو بريد کړی او وروسته طالبان مرکز ته داخل شوي چې ټول مرکز يې نيولی دی.
د احمدي په وينا، له طالبانو سره مرکز ته په داخلېدو کې شپږو نفوذي عسکرو مرسته کړې زياتوي چې په دغه بريد کې د مهمو قومندانانو په شمول دېرش عسکر وژل شوي او د هغوی وسلې او وسایط د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د فراه سيمه ييزې امنيتي سرچينې دغه بريد تاييدوي په وينا يې په بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم د افغان پوځ په ليکو کې د طالبانو نفوذي کسانو پر دولتي او بهرنيو سرتيرو بريدونه کړي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ورته ډول پېښې رامنځته شوي چې په پوسته کې ميشت نفوذي عسکرو د پوستې عسکر په ډزو وژلي وي او خپله د طالبانو لیکو سره يوځای شوي وي.















