د ولس او اکثریتو غږ دا نه دی چې څو کسان په راډیوگانو، تلویزونونو، ورځپاڼو او ټولنیزو شبکو کې ولیکي، ووايي او د خلکو پر مخونو شگې وروشېندي، چې امریکا د نړیوالې ټولنې په اجازه افغانستان ته راغلې، موږ ته پرېمانه پیسې راکوي او اوس مو سفارتونه په نیمايي نړۍ کې شته. خیر که امریکا خپلې ژمنې پوره نه کړې، نو په راتلونکو څو کلونو کې به دغه ژمنې پوره کړي.
بلکې د اکثریت غږ له لومړي سره دا وو، چې امریکا، ناټو او نور بهرني یرغلگر دي. د افغانستان خاوره یې اشغال کړې، موږ یرغمل یو، حکومت د امریکا او ناټو لاسپوڅی دی او د بهرنیانو پر وړاندې جهاد د الله جل جلاله حکم او امر دی او باید ټول یې پر وړاندې په مال، ځان او قلم جهاد وکړي.
د دغو غږونو ویونکي یا شهیدان شول، یا زندانیان دي او په امریکايي لاوډسپیکرو «راډیوگانو» کې ورته د هېواد دُښمنان، تروریستان، ترهگر، پنجابیان او غلامان ویل کېدل. دغه غږ ته هېچا غوږ نه کېښوده، بلکې یوازې گرځوونکي یې هم اوس د تورو تمبو شاته پراته دي.
امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې موږ ته بغیر له درد، بمبار، چاپو، وژنو، بندي کولو، بېعزته کولو او د مقدساتو له سپکاوي نور هېڅ نه دي راکړي. خو د امریکا د دومره بېشرمیو سره ـ سره بیا هم خلک امریکا ته خوشحاله وو او حتا د پاتې کېدو غوښتنه یې هم کوي.
د نړۍ د دویم مفکر په راتگ حالات نور هم خراب شول. پرون په ولسي جرگه کې د دفاع وزیر طارقشاه بهرامي په ځغرده وویل، چې د طالبانو پر وړاندې روانه جگړه نهشي گټلای. بهرامي پنځه ولایتونه د سقوط سره مخ وبلل او لسگونه ولسوالیو وضعیت یې له دې هم بدتر یاد کړ. د ده یوه خبره ډېره په زړه پورې وه او د روان ناورین د ډېرېدو یو لامل یې د افغان ځواکونو د امکاناتو کموالی یاد کړ. خو یو وکیل ترې هم پوښتنه ونه کړه، چې یوازې له دفاع وزارت سره د شلو میلیاردو ډالرو ژمنه شوې. هغه پیسې هم کوم بڼ ته د حیواناتو په «پچو» لگېدلي او که امریکا بېرته له ځان سره وړي دي.؟
ولسمشر غني هم دوې ورځې وړاندې وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې یوازې د ملي اردو ۲۸۵۰۰زره عسکر وژل شوي. ایا د افغانستان او افغانانو حالت ډېر خراب نه دی، چې په یوې امریکايي جگړه کې موږ دومره بېخرته قرباني ورکوو؟
ایا دغه امریکایان په دومره قرباني ارزي؟ چې یوازې په څلورو کلونو کې دې ورته ۲۸۵۰۰زره ځوانان قرباني شي؟ ایا د اشرف غني واکمني، دا بې شرمه ډیموکراسي، دا د بیان ازادي، د ښځو تش په نامه حقوق او نورې بلاوې په دومره قرباني ارزي؟
نه هېڅکله نه. د ټولې امریکا لپاره باید موږ یو لېونی افغان هم قرباني نه کړو، بلکې که له دغه لېوني سره هم کوم امریکايي زیاتی وکړي، باید پوښتنه یې وکړو او د خپل افغان حق وغواړو. خو له بدهمرغه د واک حرص، د پیسو مینه، د ډېرو ساتونکو لرل او له امریکا سره داسې بېبندوباره یارانې له موږ هر څه اخیستي او موږ یوازې د قربانۍ پسونه یو او بس!
امریکا له افغانستانه په داسې شرمونکې ماتې روانه ده، چې دلته به پرې خپل لېوني مینهوال او د پاتې کېدو غوښتونکي پرې هم لعنت ووايي، چې لومړی مو څه ویل او اوس مو داسې یوازې په تش ډگر پرېږدئ. هو، امریکا له ویتنام وروسته ماتې وخوړه، خو د خپلې شرمونکې ماتې لپاره اوس نه دلایل لري او د نه ۲۰۰۱ز کال داعیه.
امریکا د زرگونه سرښندونکو په قربانیو وځي. د هغو سرښندونکو قرباني تاریخ نه هېروي، چې تېر اتلس کاله یې زندانونه، شکنجې، ربړونې، ځورونې، بمبار او چاپې وزغمل، خو د غلامۍ سر یې هېڅکله ټیټ نه کړ، بلکې تر اخېره هسکه غړۍ ولاړ وو. دومره قرباني حتماً رانگ راوړي او د میلیونونه خلکو هیلې پوره کېږي.
















