کابل ټکی کام ۰۹جدې/۱۳۹۴، شهرت وردګ
د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د کخي نومې سیمې اړوند بېګاه شپه ۴تنو افغان سرتېرو پر خپلو ۴تنو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې ده، او ځای پر ځای یې وژلي دي.
په یادو ۴وژل شویو افغان سرتېرو کې یو د پوستې قومندان (انګار) هم شامل دی.
یاد ۴تنه د برید څخه وروسته د ۱ثقیل، ۳کلاشنکوفونو، ۲خفیفانو، ۲پفشي، ۲توپنګنچو سره طالب جنګیالیو ته ځانونه رسولي دي..


















