کابل ټکی کام ۰۹جدې/۱۳۹۴، شهرت وردګ
حکمت الله ښادمن چې د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د امریکا قراردادي وو او د ټرانسپورټ په برخه کې یې له امریکایی عسکرو سره قراردادونه کول، چې اوسمهال د امریکا د فدرالي محکمې له لورې د رشوت ورکونې په تور تورن شوی دی، چې د نیولو حکم یې کړی دی.
پر نوموړي باندې تور دی چی په ۲۰۰۹م کال کې یې دوو امریکایي پوځيانو ته ۱۵۰۰۰۰ډالر رشوت ورکړی وو.
یادو پوځيانو د رشوت په اخیستلو باندې اعتراف کړی دی چې په لومړي ځل د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه ښادمن ۵۰۰۰۰ډالر ورکړي وو، او …بیا یې نورې پیسې هم ورکړې وې.
یاد دوه تنه امریکایي پوځيان چې یو یې په ۱۰میاشتو بند باندې محکوم شوی دی، او د بل قضایي حکم به په را روانه میاشت کې صادر شي.
ویل کیږي چې حکمت الله له یادو پوځيانو څخه د قراردادونو په اخیستلو کې د مرسته غوښتې وه.
که سه هم تر اوسه پورې حکمت الله ښادمن نه دی نیول شوی، خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې حکمت الله ښادمن د کندهار ښار اوسېدونکی دی، دی د ځوانانو په منځ کې د یوه ځوان مالداره په نوم شهرت لری.
نوموړی د کندز له اوسېدونکو سره داسې مرسته وکړه چې ساری یې نه لیدل کېدو.


















