کابل ټکی کام فرید احمد
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سراعلی قمندان جنرال جان کمبل ویلي دي چې له جمهور رئيس اوباما څخه به وغواړي ترڅو د امکان په صورت کې تر هغو پورې خپل فوځونه په افغانستان کې وساتي چې ترکومه ممکن وي.
ښاغلي کمبل د (یو ایس اې ټوډې) سره په مرکه کې ویلي دي په افغانستان کې د امریکا د ۸۹۰۰ فوځيانو شته والۍ د افغان ځواکونو لپاره یو حیاتي امر دی، او دا چې د ۲۰۱۷ کال تر جنورې پورې به ۵۵۰۰ عسکرو پريښودل شي باید دا کار تر یو وخت پورې نور هم وځنډول شي.
ښاغلي کمبل وویل: زما هدف به دا وي چې لا زیات فوځيان په افغانستان کې تر هغه وخت پورې وساتو چې ممکن وي. مګر دا وخت به هم رارسیږي چې خپل فوځيان به له افغانستان نه اوباسو.
له (یو ایس اې ټوډې) سره په دغه ځانکړې مرکه کې ښاغلي کمبل دې ته په اشاره سره وویل چې د ضرورت په وخت کې به افغانستان ته شاید د نورو فوځيانو د لیږدولو غوښتونکی شي.
هغه وویل: (که چیرې زه زمونږ په دغه ماموریت چې روزنه، مشاوره، کمک او د ترهګرۍ په مقابله کې کار کونه ده باور ونلرو، نو مکلف یم تر څو خپلو لوړپوړو مقاماتو ته مراجعه وکړم او له هغوی څخه وغواړم چې څه وکړو. که چیرې ضرورت د نورو فوځيانو لیږدولو ته شي نو نور فوځيان به راوغواړو.)
دا پداسې حال کې دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تعداد ورځ په ورځ کمیږي او د افغانستان امنیتي ارګانونه د امنیتي چارو او د طالبانو په خلاف د مبارزې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی طالبانو خپل جنګي او سیاسي تحرکات تر بل هر وخت تیز کړي دي، چې پدې وروستیو کې یې د افغانستان په شمال کې مهم ښار کندز او هلمند کې یو لړ ولسوالۍ تر خپل تسلط لاندې راوستې.
پدې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت پنټګان په یوه خپور شوي راپور کې د افغانستان اوسنۍ وضعیت (مایوس کوونکۍ) بللی شوی دی.
پدې راپور کې راغلي دي چې د افغانستان اوسنۍ وضعیت مایوس کوونکی دی او د ۲۰۱۵ کال په اخر کې طالبانو د پخوا څخه په توپیر خپلې حملې زیاتې کړي دي، او هره ورځ امنیتي ځواکونو ته په لوړه پیمانه ځاني او مالي زیان اړوي.


















