کابل ټکی کام فرید احمد
د روسیې او ایران ترمنځ د هغه تړون عملي کیدو اعلان شوی دی چې څه موده وړاندې د ایران او روسیې تر منځ لاسلیک شو چې روسیه به ایران ته د اس ۳۰۰ دفاعي سیستم توغندي به ورکوي.
د روسیې د لمړي وزیر مرستیال تیره ورځ په یوه مرکه کې اعلان کړه چې ایران ته د اس ۳۰۰ توغندي دفاعي سیستم عملي کیدل پیل کوي.
دیمیتري راګوزین پرون د یوه تلویزوني چینل سره په مرکه کې وویل چې خپل ملګري هیواد ایران ته د اس ۳۰۰ دفاعي سیستمونه د عملي کیدو سره به د دواړو هیوادونو د ملګرتیا نوې موکې رامنځ ته کړي.


















