د اټومي هوکړې وروسته هم داسې بریښي چې د ایران او امریکا ترمنځ تشنج ډیر شي

کابل ټکی کام رښتین مایار

د ایران سره د اټمي هوکړې سره سره اوس هم داسې بریښي چې د ایران او امریکا ترمنځ به تشنج یو ځل بیا ډیر شي.

تیره هفته ایران په نړیوالو اوبو کې د توغندي هيښونکي آزموینه ترسره کړه چې د امریکا غصه یې راپارولې ده.

د امریکا د بحري قواوو یو چارواکي چې د غربي رسنیو سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي دي ویلي، د ایران د سمندري قواوو د ازموینې نه صرف یو ساعت مخکې د امریکا بیړۍ چې هري ټرومین نومیږي خبر ورکړی وو چې له سیمې نه ځان وباسي، د ایران د توغندي د ازموینې په وخت چې په نړیوالو اوبو کې د هرمز تنګي نه تیریدله د امریکا د یادې بیړۍ نه صرف ۱۵۰۰ متره لرې وو، چې وړې بیړی هم هلته موجودې وې .

امریکا وايي چې په سیمه کې نورې وړې بیړۍ هم وې خو کوم توغندۍ نه دی پرې وار شوی.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button