هرات: د سنګوري اربکیانو په ګډون ګڼ شمیر دولت پلوي ځواکونه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۹)
له هرات ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې طالبانو د سیمیزو ملیشو پر سنګرونو تعرضي بریدونه کړي.
بریدونه د دغې ولسوالۍ په جنګل سیمه کې رامنځته شوې ،چې په کې د قومندان نصیراحمد سیلاب په ګډون ۱۷ اربکیان وژل شوي دي.
د هرات ځایي چارواکي وایي چې دا نښته د طالبانو د دو ډلو ملاصمد او ملاننګیال د ډلو ترمنځ رامنځته شوې چې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې
“ هلته له هیڅ مجاهد سره جګړه نه ده شوې، بلکې په سیمه کې تر برید لاندې کسان د کابل ادارې سنګوري اربکیان دي چې کله د مجاهدینو له برید سره مخ شې، نو د کابل ادارې استخباراتي عسکر او ټانګونه یې مرستې ته رارسیږي“
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې جګړه کې د دولتي قوماندان او ځواکونو د وژل کیدو په هکله کوم سپیناوی نه دی کړی.
طالبانو ویلي چې تر دې نښتې وروسته یې په کمین او چاودنه کې د ملي امنیت د رئیس عبدالمتین په ګډون ۸ تنه عسکر وژلي او ۲ هاموي ټانګونه یې له منځه وړي دي.
د یادې ولسوالۍ ځایي خلک وایي چې په هرات کې دغه وسلواله ډلګۍ د ملا منان نیازي پورې تړاو لري؛ پر نوموړي تور دی چې ګواکې د دولتي ځواکونو قوي ملاتړ له ځانه سره لري او وخت ناوخت د دولتي ځواکونو په همکارۍ د طالبانو پر وړاندې جګړې مخته وړي.



