د حکومت د مذاکراتي ټیم غړي له خپلې ټاکنې بې خبري ښیي
(کابل ټکی کام، د لیندۍ ۹مه، ۱۳۹۷)
د حکومت له خوا د ټاکل شوي مذاکراتي ټیم غړي وایي، له رسنیو یې یوه اوونۍ وړاندې د خپلې ټاکنې خبر اورېدلی، خو لا یې رسمي وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.
د دغه دوولس کسیز ټیم غړي، چې حکومت ورته له طالبانو سره د خبرو اترو واک ورکړی، وایي، لا له خپل سرنوشته خبر نه دي.
عبدالحکیم منیب، چې د انقلاب اسلامي د حرکت ګوند رییس او د دغه ټیم غړی دی، وایي، ”زه په دې لیست کې شامل یم، خو تر اوسه په جریان کې نه یم، او لا مې د تقرر په هکله خبر هم نه لرم.“
بل خوا، سیاسي ګوندونه وایي، دا ټیم له طالبانو سره د خبرو واک نه لري او ښایي طالبان هم کومه اعتناء ورته ونه کړي.
د جمعیت ګوند د رهبرۍ د کمیټې مشر، عبدالستار مراد، وایي، ”حکومت باید له سیاسي جریاناتو، احزابو او د ټولنې له نفوذ لرونکو کسانو دا ټیم تشکیل کړی وای، تر څو د ټولو لورو استازولي یې په ښه توګه کړې وای.“
په ورته مهال، د جمعیت ګوند بل غړي، اسماعیل خان، ویلي چې که له طالبانو سره مذاکرات نتیجه ورکوي، حکومت دې انتخاباتو ته د توجه پر ځای پر دې موضوع تمرکز وکړي.
طالبانو د یاد ټیم د ټاکل کېدو په هکله ویلي چې د سولې خبرې د ولسمشر اشرف غني ”تر صلاحیت پورته“ دي او دوی یواځې د جګړې اصلي لوري (امریکا) ته د خبرو او جګړې وړاندیز کړی دی.



