کابل ټکی کام شهرت وردک
په مصر کې د الازهر مدرسې یو ستر دیني عالم شیخ علی جمعه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د داعش ډله ترهګره او جنایتکاره وبلله.
شیخ علی جمعه د الازهر مدرسې دیني عالم چې شافعي مذهبه دی او تر سلو زیات تصنیفات لري د داعش په ترهګرې ډلې سختې نیوکې کړي دي، او د هغوی کړنې یې له اسلام څخه لرې بللې دي.
شیخ جمعه وايي چې د داعش ډلې ماهیت اصلاً جنایتکاري او ویره اچونه ده دوی کوښښ کوي چې د اسلام له دین څخه ناوړه استفاده وکړي.
رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم هغه زیاته کړې ده چې داعش ترهګره ډله کوښښ کوي په خپلو ترهګریزو کړونو سره خلک ځان ته جذب کړي او رسنۍ هم ددوی وحشت او جنایت ته تبلیغات کوي.
شیخ زیاته کړې ده چې دا ددوی د شخصیتي انحرافاتو نتیجه ده چې ظلم او وحشت یې رامنځ ته کړی دی، اسلام اصلاً دا ټولې کړنې ناروا ګڼې، اسلام د رحمت او نور څخه ډک دین دی.
شیخ جمعه همداشان زیاته کړې ده چې د اسلام دین په ټوله نړی کې خپور شوی دین دی او د داعش له ناروا کړنو سره هیڅ قسمه رابطه نلري


















