کابل ټکی کام ۱۰جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن (پنجشنبه) د یوه مهم سړک اساسي جوړولو او د بل سړک د ترمیم لپاره یو لړ مراسم ترسره وشول، چې د خوست والي حکم خان حبیبي هم پکې ګډون کړی وو.
حبیبي رسنیو ته د یادو سړکونو د ارزښت او اړتیا په اړه مالومات وړاندې کړل، او ویې ویل چې«ننۍ پروژه دوه برخې لري چې یوه یې په اساسي ډول جوړیږي، او د پروژې باغ منځ کې د ۵۰۰متره اوږدوالي، او ۱۰متره سوروالي په اندازه سره تېر شوی دی، او په بله کې یې د ترمیم چارې پیل شوي دي، او د عامې روغتیا ریاست څخه نیولې د متون تر درش کلي پورې د ۲۰۵۰مترو په اوږدوالي په اندازه پخوا غځېدلی دی.»
ده وویل چې د دغو پروژو ټول مالي لګښت (دوه ویشت زره او اویا زره میلیونه افغانۍ دی) د ښاروالۍ انکشافي بودیجې په ځان منلی دی.
ده وویل، چې دغه پروژې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.


















