(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۱)
راپورونه وایي چې د غزني په قره باغ، د پکتیا په زرمت او د کندهار په شاولیکوټ ولسوالیو کې افغان او امریکایي ځواکونو ګڼ شمیر ولسي کسان وژلي او لوړ مالي زیانونه یې ور اړولي دي.
سیمیزې سرچینې وایي،ګډوځواکونو تیره شپه د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ پر بازار چاپه وهلې او درۍ(۳) تنه ولسي کسان یې په مخامخ ډزو وژلي دي.
دغه راز یې نږدې (۷۰) عرادې شخصي وسائط سوځولي او د ولسوالۍ ودانۍ چې د طالبانو په کنترول کې ده په بمونو الوزولې ده.
همداراز یې په سیمه کې د تیلو یو پمپ،د بازار جامع جومات او ګڼ شمیر دوکانونه یې ویجاړ کړي دي.
طالبانو پیښه بشري جنایت بللی او غندلی یې دی، خو افغان چارواکو د کانونه ،جامع جومات او شخصي وسایط د وسلوالو طالبانو اړوند بللي او مسؤلیت یې منلی دی.
په یوه بله پیښه کې د غزني په څنګلوري ولایت پکتیا کې هم په ملکي تأسیساتو ورته بریدونه شوي.
د دغه ولایت ځایي خلک وایي چې تیره شپه د زرمت ولسوالۍ د “بدرالدین“ بازار سیمه کې ګډوځواکونو د چورلکو په مټ د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپه وهلې او د یوه دیني عالم په ګډون یې څلور (۴) تنه کلیوال وګړي په ډیر ظلم سره شهيدان کړي دي.
دغه راز یې د یو شمیر کورونو دروازې د درنو وسلو په مټ لمنځه وړې او د بازار دوکانونه یې تر چور کیدو وروسته ټول په بمونو الوزولي او له منځه یې وړي دي.
په یوه بل خبر کې د کندهار چارواکو ادعا کړې چې د شاولیکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې ۱۱ وسلوال طالبان وژلي، خو سیمیز خلک او وسلوال طالبان وایي چې ګډوځواکونو په دغه پیښه کې ۲ ملکي کسان په ډزو شهیدان کړي او دخلکو څو عرادې موټرسایکلان او د وژل شويو ملکسانو جسدونه یې له ځان سره وړي دي.
باید وویل شي چې په تیرو دریو ورځو کې نږدې بنخوس تنه ملکي هیوادوال د ګډوځواکونو له خوا وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، ارګ ،د بشري حقوقو اداره او دبښنې نړیوال سازمان یې پر وړاندې لا هم چوپ دي.


















