مسير: د شپږ زره بمونو زياته پرخه پر ملکي وګړو کارول شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)
وړمه ورځ د امريکا دفاع وزارت “پنټاګان” په يوه راپور کې وويل چې امريکايي جنګي الوتکو د روان ۲۰۱۸م ميلادي کال له پيله تر لسمې مياشتې پورې په افغانستان کې له شپږ زور زيات بمونه غورځولي دي.
د پنټاګان راپور کې راغلي، چې دغه بمونه د F16، بي 52، ای سي ډوله او نورو جنګي الوتکو له لوري غورځول شوي دي.
د غربي رسنيو تر څنګ داخلي رسنۍ او د ملکي وګړو د خونديتوب ځينو ادارو هم د امريکا له خوا پر زياتېدونکو بمباريو اندېښنه څرګنده کړې په وينا يې چې د دغه بمباريو او هوايي بريدونو ډيری قربانيان ملکي وګړي دي.
له کابله خپرېدونکې مسير ورځپاڼې د خپلې ننۍ ګڼې په سرمقاله کې ليکلي، که څه هم امريکا دعوه کوي چې دغه بمونه يې پر طالبانو کارولي خو د ورځپاڼې په باور (د دغو بمونو یوه وړه برخه پر وسله والو مخالفینو او یوه لویه برخه یې پر ملکي وګړو کارول شوي دي.)
ورځپاڼه زياتوي، څومره چې د بمونو ورول زيات شوي په هماغه اندازه ملکي تلفات هم زيات شوي زياتوي چې ( یوازې په تېره اونۍ کې لسګونه افغانان د امریکا د دغو بمونو په واسطه وژل شوي چې لویه برخه یې ښځې او ماشومان دي.)
د مقالې ليکوال په هلمند کې د تيرې اوونۍ امريکايي بمبار ته اشاره کړې په وينا يې د هلمند په ګرمسیر کې وروستی وحشت د دغه بمونو ښکاره بېلګه ده چې څنګه دغه امریکايي بمونه زموږ ښځې او ماشومان په نښه کوي ک”ه څوک د دغه وحشت د قربانیانو تصویرونه وګوري، پوهېږي چې امریکايي بمونه په ریښتیني ډول د چا پر خلاف کارول شوي دي”.
د امريکا د دفاع وزارت د دغه اعلان سره په کابل کې د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ مشر عزيز احمد تسل وويل چې د امريکا او دولتي ځواکونو په هوايي بريدونه کې تر ډيره ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي او غوښتنه يې وکړه چې د ملکيانو خونديتوب ته دې پام زيات شي.
د امريکايي ولسمشر ټرمپ له نوې پوځي تګلارې سره په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته واکونه ډير شول چې د هغوی له لوري ډير تمرکز په هوايي بريدونو و چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
که څه هم ډيری وخت د بهرنيو او دولتي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي خو تر اوسه يې په اړه د افغان حکومت او په افغانستان کې ميشت بهرنيو پوځي چارواکو د ملکي تلفاتو د مخنيوي په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې مشرانو جرګې په بابار پر ملکي ميشت ځايونو د شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو د درېدو غوښتنه وکړه خو په وينا يې امريکايي چارواکي او افغان حکومت يې په اړه هيڅ غږ نه اوري.



