د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه خبرې کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموريت غړي هېوادونه نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د امنيتي وضعيت او د سولې په روانو هڅو خبرې کوي.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه به په بروکسل کې ترسره شي پکې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي.
راپورونه وايي، په ياده غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ يو پلاوی هم ګډون کوي او تر څنګ به يې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم برخه واخلي.
دا مهال ناټو غړي هېوادونه د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې په افغانستان کې له پنځلس زره زيات ځواکونه لري چې وخت ناوخت د افغان ځواکونه په روزنه، هغوی ته په مشورو ورکولو او وخت ناوخت د طالبانو سره په مخامخ بريدونو کې هم برخه اخلي.



