هرات: د طالبانو بريد کې څلور عسکر وژل شوي، اته تنه يې ژوندي نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)
د هرات ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی چې د ځایي سرچينو په وينا پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې او څو تنه طالبانو له ځان سره بيولي دي.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د پښتون زرغون ولسوالۍ اړوند د پُل پاده پوسته يې تيره شپه د جګړې په ترڅ کې نيولې چې پر مهال يې څلور پوليس وژل شوي او اته تنه طالبانو ژوندي نيولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، د جګړې په پايله کې څوارلس ميله وسلې، درې موټرسيکلونه او د پوستې ټول لوازم د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده دغه بريد تاييدوي خو په وينا يې په ياده نښته کې پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ درې ملکيان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د ملکيانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
خو يوې امنیتی سرچينې د څلورو پوليسو د وژل کېدو پخلی کړی په وينا يې اووه تنه نور پوليس طالبانو ژوندي نيولي دي.



