(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۱۶)
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون نن له اوږدو بحثونو او چنو وهلو وروسته ویلي، چې پر خپله پریکړه له سره غور کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو او ټاکنو کمیسیونونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې نن په یوه غونډه کې د دواړو کمیسیونونو د استازو په ګډون د ولسمشر دویم مرستیال، د سترې محکمې رییس، لوی څارونوال او د اساسي قانون د پلي کیدو د څارنې کمیسیون مشرانو هم شتون درلوده چې بالاخره پرېکړه وشوه، چې د شکایتونو کمیسیون به پر خپله مخکنۍ پرېکړه له سره غوره کوي.
د تیرې پنجشنبې پر ورځ د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون د کابل ولایت ټولې رایې باطلې اعلان کړې چې له کبله یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا پریکړه وغندله او رد یې کړه.
په ننۍ غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې چې بایو مټرېک شوې رایې او نور اړتیا وړ توکي به ژر تر ژره د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته واستوي.


















