(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)
د فاریاب ولایت سرحوض سیمې ته چې تازه د طالبانو لاس ته لویدلې لومړنۍ بشري مرستې استول شوې خو مستحقو کسانو ته نه دی رسیدلې .
سیمیز خبریال حسن سرداش وایي، طالبانو ټولو بشرپالو ادارو، خیریه مؤسسو او د حکومت له خوا مرستندویه کسانو ته اجازه ورکړې، څو د سرحوض سیمې ته ولاړ او پر اړمنو کسانو خپل مرسته شوي توکي وویشي.
سرچینې وایي ، په سیمه کې د پاڅونوالو قوماندان “ولي“ هڅه وکړه ، څو د دغو مرستو مخه ونیسي او د خپل ملګري قوماندان” قادر“ سیمې ته یې واستوي.
وروستی راپورونه وایي؛ څه اندازه توکي سیمې ته پریښودل شوي خو په زیاته کچه مالونه د قادر قوماندان تر کنترول لاندې راغلي او نوموړي په خپلو ذخیرو کې خوندي کړي دي.
د فاریاب والي ډاکټر نقیب الله فایق بیا وایي چې د مرسته شویو مالونو یوه حصه بیرته مرکز ته رسیدلې خو دا چې مستحقینو ته رسیدلي کنه؛ په هکله یې مالومات نه لري.