د ولسي جرګې رئیس:امریکا په لوی لاس عام افغانان وژني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸)

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وایي، امریکایان هیڅ نړیوال تعهد ته ژمن نه دي او په قصدی توګه غواړي ولسي افغانان بمبار او ویې وژني.

نوموړي دا خبرې تیره ورځ په تهران کې د تروریزم ضد کنفرانس په نامه رابلل شوې غونډه کې وکړې.
یاد کنفرانس ته د افغانستان، پاکستان،ترکیې، چین او روسیې د پارلمان مشران وربلل شوي دي.
ابراهیمي وویل؛ امریکایانو له افغانستان څخه د مرګونو قتلګاه جوړه کړې او په وینایې چې “ هغوی چې پیسې وویني بیا بشریت هیڅ نه پیژني “

نوموړي د سیمیزو هیوادونو له استازو وغوښتل چې باید د تروریزم پر وړاندې منسجم شي او د افغانستان د روانې غمیزې لپاره دې ګډحل ولټوي.
ابراهیمي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې ورستیو کې پر ولسي خلکو د ګډوځواکونو له خوا شپنۍ چاپې او بمبارونه زیات شوي او په ورځنۍ توګه لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button