فارياب: په المار کې د طالبانو بریدونه او د سيمه ييزو چارواکو اندېښنې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)

د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې طالبانو په دفاعي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې دولتي عسکرو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د المار سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، چې د طالبانو په بريدونو کې د دوو قومندانانو په ګډون له لسو زيات عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، تيره شپه په المار کې يوه پوسته طالبانو نيولې زياتوي د جګړې په ترڅ کې شپږ ټانګونه ويجاړ شوي، د دوو قومندانانو عبدالواحد او عبدالحيلم په شمول څوارلس عسکر وژل شوي او تنه نور ټپيان دی.

د احمدي په وينا، په دغه نښته کې د عسکرو يو موټرسيکل او په زياته اندازه وسلې او مهمات هم طالبانو نيولي دي.

تر اوسه د فارياب امنیتي مسوولينو په دې اړه څه نه دي ویلي خو په دغه ولايت کې د دولت اباد او ګرزيوان سيمه ييز چارواکي اندېښنه څرګندوي چې طالبان يې د ولسواليو مرکزونو ته نږدې راغلي او مرکزونه يې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د ګرزيوال ولسوال فيض الله پژواک اژانس ته ويلي، د ديوار په نوم مهمه پوسته طالبانو نيولې، په ترڅ کې يې يوولس کومانډو او اربکي عسکر ټپيان شوي، دوه طالبانو ژوندي نیولي زياتوي که مرسته ونه شي ښايي ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

یادې سرچينې د دولت اباد د ولسوال عبدالرزاق کاکړ له قوله ليکلي چې طالبان د ولسوالۍ مرکز درې سوه مترۍ ته نږدې شوي په خبره يې له تيرو لسو مياشتو راهيسې دطالبانو له خوا کلابند پاتې دي او اوس يې دغه کلابندي ورځ تر بلې رالنډيږي چې ولسوالۍ يې د سقوط له ګواښ سره مخ کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button