عمر داوودزی: د خليلزاد هڅو سره تغير راغلی؛ د سولې اړوند نوې تګلاره جوړوو
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۹)
د افغانستان د سولې عالي شورا د دالانشاء نوی رئيس عمر داود زی وايي، د امريکا د سولې استازي خليلزاد د هڅو سره په سيمه کې يو نوی حالت راغلی نو پکار ده چې د سولې عالي شورا له اوسني حالت سره سمه عياره شي.
د داوود زي په وينا،د خليلزاد د سولې ماموريت نه وروسته نوی حالت رامنځته شوی، د سولې په اړه يوې نوې ستراتيژۍ ته اړتيا ده او په دې برخه کې زړو پلانونو ته په کتو به د سولې عالي شورا نوي حالت سره ځان عياروي.
داوودزي هيله څرګنده کړه چې په خبره يې د امريکا د سولې استازي خليلزاد، د افغان حکومت، خلکو هڅې به يوه نتيجه ورکوي او بايد طالبان هم په دې برخه کې خپله دلچسپي ښکاره کړي زياتوي ” دا امکانات او نښې شته چې په خیر له انتخاباتو مخکې سولې ته ورسېږو”.
ښاغلی داوودزی وړمه ورځ د ولسمشر غني لهخوا د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د خاص استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس په توګه وټاکل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماښام د ګډ حکومت دواړو مشرانو “غني- عبدالله” د سولې خبرو نوي جوړ شوي مرکچي پلاوي سره په ارګ ماڼۍ کې کتلي چې په دغه ناسته عمر داوودزي ويلي چې دوی ته ورسپارل شوې دنده به په ښه توګه پر مخ یوسي.
که څه هم حکومت له خپله اړخه له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ډله جوړه کړې خو طالبانو تر دې مخکې په خپلو اعلاميو او څرګندونو کې په وار وار ټينګار کړی چې دوی يواځې له امريکا سره خبرې کوي او افغان حکومت يې ګوډاګی او غلام بللی دی.
امریکا د افغان سولې په تړاو زلمی خليلزاد د سولې استازی ټاکلی چې تر دې مخکې يې دوه ځلې طالبانو سره کتلي او دا مهال د افغان شخړي د حل په موخه د سيمې هېوادونو ته په سفر دی.



