پکتیا: د ناکامو نوماندانو ملیشو وسلوالو غلاوو او انسان تښتونو ته مخه کړې

 

کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸)

د پکتیا ولایت ځایي خلک او مدني فعالان وایي چې په مرکز ګردیز کې داسې ملیشې پیدا شوې چې په ښار کې له کومې ویرې پرته وسلوالې غلاوې او انسان تښتونې ترسره کوي.

ځایي خلک وایي چې وسله وال غله د ګردېز ــ احمدابا ولسوالۍ پر لویه لار د “سرسنګ او دوغ آباد“سیمو کې، د ګردېز اړوند د مهلن پر لويه لار او د باغکها او رباط لويو لارو ته راوځي او خلک شکوي.
د حميد په نامه یوه تن رسنیو ته ویلي؛ څه موده وړاندې ترې وسلوالو غلو د دويمې امنيتي حوزې او ۴۰۲ سرحدي لوا ته څېرمه کرولا موټر بیولی دى،دغه راز په تیرو څو ورځو کې د دوغ آباد او ګرمښیو سیمو کې هم له څو کسانو موټرونه بیول شوي چې لا یې درک نه دی مالوم.

پکتیا میشتي ولسونه وایي چې داغله د هغو نوماندانو ملیشې دي چې سږکال یې ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي و، خو دپراخو مصارفو سربیره یې بیا هم رایې ترلاسه نه شوې کړای.
اوس غواړي په دې توګه په انتخاباتو کې خپل پراخ ترسره شوي خسارات بیرته ترلاسه کړي.
د فرید په نامه یو مدني فعال وایي “ د ضیاء الدین دلدار او قوماندان عبدالله وسلوال د ګردیز په اړوندو سیمو او د ښار په منځ کې له ولسي خلکو ډاګیزې غلاوې کوي خو حکومت یې پر وړاندې چوپ دی“

ځایي خلک وایي په تېره يوه مياشت کې څلور ماشومان له مرکز ګردیز څخه تښتول شوي او ځینې یې په سلګونو زره افغانیو بیرته راخوشي شوي چې اوس ډیری خلک ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو په لېږلو هم وېرېږي.
د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدرحمان قادري دا پیښې د اندیښنې وړ بولي او له مسؤلینو د جدي اجرأتو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی وايي چې د وسلوالو غلو یوه ډله یې نیولې او لا یې په دې برخه کې هڅې روانې دي.
نوموړی وایي “جنایي پیښې په ټولو هیوادونو کې شتون لري چې حکومتونه یې پر وړاندې پاتې راغلي.
خو پکتیاوال بیا د نوموړي خبرې بې اساسه بولي او زیاتوي، د قوماندانۍ، سرحدي لیوا او د دولت د نورو مهمو امنیتي ودانیو په څو مترۍ کې له خلکو موټر یووړل شول، وتښتول شول او ډزې پرې وشوې خو دولتي ځواکونو یې تر پایه مرستې ته نه دي وردانګلي.
اندیښنه داده چې ټول وسلوال غله د ملي امنیت او پولیسو په یونیفورم کې غلا ته راووځي او اوس د شپې مهال څوک زړه نه شي ښه کولی چې خپل تر ټولو سخت مریض هم د ولایت روغتون ته ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button