طالبان: رسنۍ چې یواځې د دولتي ویاندویانو له قوله خبر ورکوي،د“رژیم“ د کمپاینرانو په څیر دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۹)
طالبانو یوځل بیا پر رسنیو نیوکه کړې او د دوی خبري پوښښ یې ننګولی دی.
طالبانو ویلي
“ دروغ ویل اوخپرول اوس دکابل رژیم د ویندویانو او چارواکو هغه مشغله اوصنف ګرځیدلي چې کله دوئ دکومي پیښي په اړه رسنیوته راښکاره شي اوپه څه ویلو باندي شونډي پرانیزي خلک ورباندي پوهیږي چې دغه امریکایی لاسپوڅي شیطانان څوفیصده رښتیا او څومره وچ دروغ ورسره ګډوي “
خبرپاڼه کې راغلي، ګډځواکونه ډیر ځله پر ولسي خلکو بمبارۍ وکړي او دولتي ویاندویان ټول وژل شوي ښځې او ماشومان رسنیو ته طالبان ور معرفي کړي، چې رسنۍ یې هم له کوم خبري پوښښ او سیمې ته له ورتګ پرته نشر ته سپاري؛په داسې حال کې چې د یاد جنایت ویډیوګانې او انځورونه د سیمې خلکو ټولنیزو رسنیو ته هم پورته کړي وي.
طالبانو ویلي، په کار داده چې میډیا او خبري رسنۍ خپل مکلفیت پوره درک کړي دهر خبر او پیښې همه جانبه څیړنه اوپوښتنه وکړي او داځای معلوم کړي چې کومه مرجع دوئ ته څه وایی دهغه په باب بې پرې جزیات اومعلومات په لاس راوړي وروسته بیا هغه خبر او پیښه عامه ذهنیت ته وړاندي کړي.
د دوی په وینا چې که رسنۍ نه په خپله دپیښي ځای ته ځي اونه له عام ولس څخه پوښتنه کوي او صرف هغه ارقام او جریان نشروي چې دولتي چارواکي یې ورته وایي نوبیا خو دا ژورنالیستان او ازادي رسنۍ نه شوې بلکي د دوی په خبره چې “ دکابل رژیم کمپاین چیان اومبلغینو نسبت باید ورته ورکړل شي “
طالبانو د دولتي رسنیو له خوا د دوی پر وړاندې د لوړو تلفاتو اوښتلو ادعاوې د کمونستي رژیم بیا تکرار بولي چې په وینا یې اوس د خپلې ماتې د پټولو په خاطر دا ډول جعلي او بې اساسه خبرونه خپروي
د رسنیو د ملاتړ ادارې “نی“تر اوسه د طالبانو د دې ادعا په تړاو تازه څه نه دي ویلي ، خو له وړاندې یې د طالبانو له خوا د دې تورونو په ځواب کې ویلي و، چې ګواکې دوی مجبور او مکلف دي چې یواځې هغه ادعاوې چې دولتي ویاندویان یې له خپلو رسمي آدرسونو خپروي،منعکس کړي.



