بغلان: ګډوځواکونو یوه میرمن او درۍ ماشومان شهیدان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۰)
له بغلان ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې تیره شپه د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په “جرخشک“ سیمه کې افغان ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا پر یوه کور چاپه وهلې.
سیمیزې سرچینې وایي، افغان ځواکونو لومړی یاد کور تلاشي کړی او د کور قیمتي توکي یې له ځانه سره وړي .
سرچینه زیاتوي ګډوځواکونو د تلو پر مهال په یاد کور کې یوه میرمن او ۳ ماشومان په مخامخ ډزو شهیدان کړي دي.
طالبانو پیښه غندلې او یاد کور یې د یوه بیګناه ملکي هیوادوال اړوند بللی ،خو دولتي چارواکو یې د خپل عادت له مخې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.



