(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۰)
راپورونه وایي چې تیره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په “سندرزو او خوشکي رود“ سیمو کې د ملي اردو او پولیسو پر پوستو همهاله بریدونه شوي چې د ځایي چارواکو په وینا په دې نښتو کې اته پولیس وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
چارواکي د ۱۱ طالب وسلوالو د وژل کیدو ادعا هم کوي.
طالبانو پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې یې یوه پوسته نیولې او په نیول شوې پوسته او کمین کې یې ۲۳ تنه ځایي او کومکي ځواکونه چې سیمې ته ور روان و، وژلي دي.
طالبانو د پراخو مهماتو د نیول کیدو ترڅنګ ویلي چې په یاد برید کې یې ملګرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د کندهار د میوند ولسوالۍ په عثمان خېلو سیمه کي د ملاصاحب د سرای پر صفر ۳ ځواکونو د ماین چاودنې او بریدونه شوې چې ګڼو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د کندهار د ولایت مقام وایي،ځانګړي ځواکونه له عملیاتو څخه خپلو مرکزونو ته پر لار و، چې پرې چاودنې شوې دي.
طالبان وایي پیښه د بند تیمور په سیمه کې رامنځته شوې چې د صفر ۳ قطعې پر ځواکونو باندې د ښخ کړل شويو ماينونو درنې چاودنې شوې او په مخامخ بريدونو او يو چارچ شوي سرای په انفجار کي ورته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.















