(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۱)
تیره ورځ د لوګر ولایت ناکامو نوماندانو د ټاکنو د کمیسیون د ابتدایي اعلان په غبرګون کې یوه اعتراضیه غونډه رابللې وه او د کمیسیون له خوا د اعلان شویو نوماندانو ابتدایي لیست یې غیر عادلانه باله.
تر غونډې وروسته کله چې یاد نوماندان مرکز کابل ته پر لاره وو،د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ اړوند تنګي واغجان په سیمه کې د طالبانو له ناڅاپي برید سره مخ شول.

په برید کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی او د اتو(۸) کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.
تر پیښې وروسته د ولسي جرګې ناکام وکیل او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته مډال استوونکي اربکي قومندان سید فرهاد اکبري پر خپله فسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړه چې په کې نوموړی وایي چې له برید څخه ژوندی وتلی خو موټر یې ماین وهلی او تر ډیره له منځه تللی دی.
نوموړی ادعا کوي چې په دغه پیښه کې پنځه نوماندان او درۍ ساتونکي ټپیان شوي دي.
ناتائید شوي راپورونه وایی چې په دغه پیښه کې یو بل نوماند رحیم امیني ژوند له لاسه ورکړی دی.

فرهاد اکبري د لوګر د محلي پولیسو(اربکیانو) مشر وو،چې تیرکال یې ټرمپ ته د شجاعت په نامه د سروزرو مډال واستاوو، مډال جوړونکی یې د طالبانو له خوا ووژل شو خو نوموړی اوس هم خپل فعالیتونه مخته وړي او سږکال له لوګر څخه ولسي جرګې ته نوماند و چې په ابتدایي لیست کې پاتې راغلی دی.















