امریکا د سعودي او پاکستان په ګډون ګڼ هیوادونه په تور لیست کې شامل کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیساري اعلان کې ویلي چې د پاکستان او سعودي په ګډون یې زیات شمیر هیوادونه په خپل تور لیست کې داخل کړي دي.

امریکا ویلي، دغه هیوادونه یې ځکه تور لیست ته اچولي چې ګواکې مذهبي ازادیو ته درناوی نه لري.
په دغه لیست کې د “ پاکستان، سعودي عربستان، سوډان، ایران، چین، شمالي کوریا، برما، تاجکستان او تر کمنستان“ نومونه راغلي چې ګواکې مذهبي ازادۍ په کې محدوده ده.
دغه راز امریکا یو بل ځانګړی د څار لیست هم اعلان کړی چې په کې د روسیې او ازبکستان هیوادونه به تر څار لاندې نیول کیږي.
امریکا وایي، یاد هیوادونه باید مذهبي ازادیو ته درناوی وکړي او لږکیو ته باید په سپکه ونه کتل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button