ښځینه فوټبالرانې: اوس هیچاته “مخ“ نه لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۱)

د افغانستان د فوتبال فدراسیون پر ښځینه فوټبالرانو د جنسي تیریو تر تورونو وروسته اوس د یاد ټیم لوبغاړې وایي، اوس چاته له شرمه نه شي ویلی چې دوی د فوټبال ټیم غړې دي.
یادې نجونې وایي، پخوا به یې په افتخار سره خپلو کورنیو او دوستانو ته د خپلو لاسته راوړنو او پرمختګونو یادونه کوله، خو تر دې تورونو وروسته یې کوم حیثیت نه دی پاتې شوی.
ښځینه لوبغاړې پر دوی لګول شوي تورونه بې بنسټه بولي او زیاتوي چې دا تورونه د داسې چا له خوا ورباندې لګول شوي چې اوس په بهر کې ژوند کوي.
د یادولو ده چې د یاد ټیم پخوانۍ روزونکې خالدې پوپلزۍ چې اوس په امریکا کې اوسي؛  پر ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونو د تورونو تصدیق کړی او ویلي یې دی چې که څارنوالۍ ترې اسناد وغواړي هم، ور به یې کړي.

د ښځینه فوټبال لوبډلې له لویې څارنوالۍ څخه غوښتي چې په یوه اونۍ کې د خپلو څیړنو پایلې روښانه کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم  لویې څارنوالۍ ته حکم کړی څو یاده قضیه په هر اړخیزه توګه وڅیړي او تورن کسان مجازات کړي.
لویې څارنوالۍ وار له مخه د فوټبال فدراسیون د مشر کرام الدین کرام په ګډون د ۶ کسانو دندې ځنډولې دي او څیړنې یې پیل کړې دي.
د دې قضیې په تړاو فیفا او د اردُن هیواد ځینو چارواکو هم د د هر اړخیزه تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button