ښځو چارو وزارت: تر اوسه مو د “۱۴“ ثانیو قانون نه دی تصویب کړی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۱)
د ښځو چارو وزارت د ( ۱۴ ثانیو )په نامه د نوي قانون د جوړیدو په تړاو چې پراخ خبري پوښښ یې خپل کړی، غبرګون ښوودلی.
تیره ورځ شمشاد نیوز راپور خپور کړ چې ګواکې د ښځو چارو وزارت داسې قانون لاسلیک کړی چې له مخې به یې ځوانان نه شي کولی، له څوارلسو ثانیو زیات نامحرمې میرمنې ته وګوري .
د قانون له مخې که چا همدومره وخت پردۍ ښځې ته وکتل تر لس زره افغانیو پورې به جریمه کیږي.
دغه راز که چا نامحرمه انجلۍ په فزیکي ډول وځوروله یایې هغه لمس کړه؛ تر شپږو میاشتو پورې تنفیذي بند به تیروي.
د ښځو چارو وزارت وایي، تر اوسه یې دا ډول قانون نه دی تصویب کړی او دا خبر یواځې تبلیغاتي بڼه لري.
دغه اعلان په ټولنیزو رسنیو کې پراخ خبري پوښښ خپل کړ او ګڼ شمیر فعالانو نیوکې پرې کړې دي.
ځینې وایي؛ حکومت غواړي د ښځینه فوټبالرانو تر نړیوال شرم وروسته په راتلونکي کې د داسې قضیو د پیښیدو مخه ونیسي، خو ځینو نورو بیا ویلي چې حکومت په لوی لاس غواړي اخلاقي فساد ته زمینه برابره کړي.
لیکوال او فعال شفیع اعظم لیکلي؛
پخوا به ډېرو د حيا لپاره پردو ته نه کتل، یا به یې له سره ور پام نه وو خو اوس به وایي راځه تر ۱۳ ثانيو خو دې قانوني حق دی چې څه کېږي؛ تر ټولو بد ځورول يا هرسمنټ د سترګو اذيت دی.
نوموړی وایي؛ هغوی چې حجاب او افغاني اصول نه مراعاتوي په هر حال اما کومې پېغلې چې حيا لري او د درنې کورنۍ دي هغوی ته په بد نظر کتلو سره په دې يقين ولرئ چې “ خور او مور ته به مو سپک کتل کېږي.“
دغه اعلان په ټولنیزو رسنیو کې پراخ خبري پوښښ موندلی او خلکو ترې د مسخرو یوه سوژه جوړه کړې ده.



