امریکایي پوځیان دې سرونه له ټانکونو بهر نه باسي

کابل غږ

خاموش

امریکا د تېرو کلونو په څېر یو ځل بیا په افغانستان کې خپلو مېشتو پوځیانو ته خبر ورکړی چې له خپلو مرکزونو، سفارت او هغو ځایونو چې پکې میشت وي بهر ونه ووځي. امریکايي عسکرو او اتباعو ته وخت ناوخت داسې امرونه کیږي.

له هغه وروسته چې په کابل او ولایاتو کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو مخالفو وسله والو سرتېرو بریدونو، موټر بمونو، ماینونو او وسله والو بریدونو ته زور ورکړ او سلګونه دولتي عسکر پکې ووژل شول، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو ټولو مېشتو اتباعو ته خبر ورکړی چې له خپلو ځایونو بهر ونه وځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په افغانستان کې خپلو اتباعو ته دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې په بروکسل غونډه کې د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ، او په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزیر، جېمز مټیس، ویلي چې امریکایي پوځونه د افغانانو د ”مرستې“ لپاره په افغانستان کې مېشت دي.

امریکا به په افغانستان کې د افغانانو امنیت څرنګه وساتي چې خپل پوځیان او اتباع له مرکزونو بهر وتلو ته نه پرېږدي؟ امریکایي پوځونه خپل ځان نه شي ساتلای، نو افغانان به څرنګه وساتي؟

مخالفین پر هوايي ډګرونو، قول اردوګانو، پوځي مرکزونو، بهرنیو مېلمستونونو او نورو ځایونو په ډاډه زړه عملیات کوي. امریکا په تېرو اوولسو کلونو کې د افغانستان د ولایاتو څه چې د کابل امن ونه ساتلای شو.. او بیا دعوه کوي، وايي: ”موږ د افغانانو او نړۍ د امنیت ساتنې لپاره په افغانستان کې مېشت یو،“ حال دا چې امریکایي پوځیان او اتباع یې له ویرې له خپلو خونو او ټانکونو سرونه بهر نه شي راایستلای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button