ټاکل شوې چې نن د لاجورد لاره پرانيستل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)

ټاکل شوې چې نن د پنجشنبې په ورځ د لاجورد لاره پرانيستل شي او له دغه لارې په افغاني توکو بار نهه لارې ترکيې ته لاړې شي.

د دغه لارې د پرانيستلو مراسمو ته د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم نن دغه ولايت ته سفر کوي او د دغه لارې د پرانيستلو تر څنګ د څو نورو پروژو پرانيسته هم کېږي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، د يادو مراسمو لپاره پوره چمتووالی نيول شوی (په عين حال کې به په هرات کې د ځمکني ترانزيت څو پورې هم پرانيستل کېږي).

تمه ده چې د لاجوردو لارې په مرسته د افغانستان توليدات اروپايي بازارونو ته ورسېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مالي او اداري مرستيال اجمل حميد عبدالرحميزی وايي، د لاجوردو لاره د افغانستان او سيمې هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره تر ټولو لنډه او امن لاره ده.

نوموړی وايي، د دغه لارې له پرانيستلو سره به په افغاني توکو بار لومړۍ محموله د لومړي ځل لپاره د اقينې او تورغنډۍ بندر له لارې په نهه بار وړونکو بار لاريو ۱۳۵ټنه بيلابيل سوداګريز توکي اروپا ته ولېږدول شي.

د لاجوردو لار چې مخکې ورته د ورېښمو لاره هم ويل کېده، له دوه لارو هرات او اقينې د ترکمنستان باشي بندر، له هغه ځایه کسپين بحيرې ته او له کسپينه بيا اذربایجان او جورجيا هېوادونو او د ترکيې له لارې افغانستان بيا له اروپايي هېوادونو سره نښلول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button