(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)
ټاکل شوې چې نن د پنج شنبې په ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره وګوري.
د ناټو د خپرې کړې اعلاميې له مخې، زلمی خليلزاد به په دې ليدنه کې د سټولټنبرګ ته د افغان سولې د هڅو په اړه معلومات ورکړي او دغه راز په دې ليدنه کې به د سولې په برخه کې د خليلزاد پر هلو ځلو هم بحث وشي.
خليلزاد پرون د افغان سولې په تړاو په ترکمنستان کې د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل او له هغې مخکې په ازبکستان کې له ولسمشر شوکت ميرضيايف او د بهرنيو چارو له وزير سره د افغان سولې په مسله خبرې کړې وې او له هغوی يې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
نوموړی له تيرې يوې اوونۍ راهيسې د افغان سولې اړوند د سيمې هېوادونو ته خپل درېيم سفر پيل کړی چې تر دې دمه يې د يادو هېوادونو تر څنګ روسيې، پاکستان او افغانستان ته هم سفرونه کړي او د یادو هېوادونو له چارواکو سره يې کتلي دي.
خليلزاد تر دې مخکې د افغان شخړې د هواري لپاره دوه ځلې په قطر کې له طالب استازو کتلي او ټاکل شوې چې نوموړی به يوځل بيا تر بلجيم وروسته متحده عربي اماراتو او قطر ته سفر کوي خو تر اوسه معلومه نه ده چې په دې سفر کې به طالبانو سره وويني که نه.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې استازي خليلزاد سيمې ته د خپل دويم سفر پر مهال هيله څرګنده کړې وه چې تر را روانې اپرېل مياشتې ښايي له طالبانو سره د سولې يوه موافقه وشي.
طالبانو تر دې مخکې له خليلزاد سره د خبرو پخلی کړی او ويل کېږي چې د دواړو غاړو تر منځ له افغانستان د بهرنيو ځواکونو په وتلو، د طالب بنديانو په خوشې کولو او د طالبانو د مشرتابه غړو له تور ليسته په ايستلو بحث شوی خو تر اوسه کومې موافقې ته سره نه دي رسېدلي.
طالبانو په خپلو اعلاميو کې په بيا بيا له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل غوښتلي چې په وينا يې د افغانستان د شخړې اساسي حل د بهرنيانو وتل دي.


















