(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)
د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې د ځايي سرچينو او طالبانو په وينا ځانګړو او بهرنيو ځواکونو ته پکې مرګ زوبله اوښتې ده.
د خوګياڼو ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي، ګډو ځواکونو غوښتل تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د زاوې په سيمه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو پر لومړيو کرښو عمليات وکړي خو د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.
د سرچينې په وينا، عملياتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه عمليات د صفر دو قطعې ځواکونو له خوا شوي چې په ترڅ کې يې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او د هغوی شپږ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو خپل لوري ته د اوښتو تلپاتو په اړه څه نه دي ويلي او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې سيمې ته د عملياتي عسکرو له رسېدو مخکې (مجاهدينو ټول مرکزونه او هغه سيمې په قوي مايونونو پوښلې وې چې اټکل کېده، دوی به هلته ځان پټوي).
طالبانو ويلي، دغه عملیات د ځانګړو او بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره کېدل چې سيمې ته په ورسېدو پرې د طالبانو له خوا درنې چاودنې او بریدونه ترسره شوي، په ترڅ کې يې د بهرنيانو په شمول شپږ سپيشل فورس عسکر وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي.
سيمه ييزې سرچينې وايي، له چاودنو او بریدونو وروسته سيمې ته ايمبولانس چورلکو تګ راتګ پيل کړ او خپل وژل شوي او ټپي عسکر يې د پيښې له ځايه وويستل.
د طالبانو په وينا، د چاودنې او جګړې په سيمه کې د عملياتي عسکرو د غوښو ټوټې او پانسمانونه هم پاتې شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان او بهرنيو ځواکونه په ياده سيمه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو پر لومړۍ کرښه عمليات کوي بلکې تر دې مخکې هم په زاوه کې د ګډو ځواکونو له خوا عمليات شوي چې د طالبانو له کلک غبرګون سره مخ شوي چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















