نیویارک ټایمز: تیره اونۍ ۱۵۲ تنه افغان سرتیري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۳)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تیرې اونۍ د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې تلفات رسنیز کړي چې په وینا یې دا اونۍ هم د افغان ځواکونو له پاره خونړۍ وه.
ورځپاڼه وایي، پر دې سربیره چې په افغانستان کې سخت ژمی پیل شوی دی خو د تیر په خلاف جګړې لا هم ګرمې روانې دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په تیرو اوو ورځو کې ۱۵۲ تنه افغان ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
ورځپاڼه زیاتوي، طالبانو د هیواد په لویدیځ کې زیات پرمختګونه کړي، ګڼې پوستې یې نیولې او پراخ مهمات یې لاس ته ورغلي دي.
د ورځپاڼې په باور حکومت په هر ځای کي شاتګ کړی او زیاتي سیمې یې له لاسه ورکړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button