هرات: د ولسمشر ګارډانو یو ځوان تر مرګه وهلی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۳)

تیره ورځ د هرات ولایت د مولنا جلال الدین محمد بلخي په تالار کې د لاجوردو ترانزیټي لارې پرانیسته وشوه، چې پر مهال یې د ولسمشر ساتونکو یوځوان ترمرګه وډباوو.
خبر زیاتوي، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوځوان د ولسمشر تر وینا وروسته هغه ته د خپل شخصي مشکل یوه عاریضه ورکړه، خو ولسمشر یې ګارډانو ته امر وکړ چې له مجلس یې بهر او سزا ورکړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند صمیم عارف پیښه تائیدوي خو وایي چې ځوان له دې کبله له مجلس څخه په زور ایستل شوی، چې ولسمشر ته په آرام زړه خپل شکایت وکړي

دغه ځوان رئیس وفا نوم لري د هرات ولایت د فوټبال د ټیم تکړه لوبغاړی دی او د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، مشر ورور یې د پکتیا د ولایتي شورا رئیس دی .
څه موده وړاندې یې مشر ورور هڅه وکړه چې نوموړی او خپله مور د میراث له امله ووژني، چې له همدې ویرې اوس هرات ولایت ته تللی دی.

نوموړي تیره ورځ غوښتل چې خپل شکایت تر ولسمشر پورې ورسوي، چې له غیرمترقبه غبرګون سره مخ شو.
د نوموړي مور وایي، پر ټولو دولتي اداراتو وګرځیده او د خپل ځوی پوښتنه یې وکړه، خو چا ورته ځواب ورنه کړ او د ځوی درک یې لا هم نه شته.
دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر د یوې غونډې پر مهال د یوه ګډونوال د وهلو فرمایش ورکوي، تر دې وړاندې هم په ځلونو ورته پیښې شوې چې د خلکو غبرګونونه یې راپارولی دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button