محکوم ملتونه ماده او معنا دواړه بایلي

نعمان لطیف

جګړه د انسانانو دوه مهم ارزښتونه (مادي او معنوي ارزښت) له منځه وړي او هغه جګړه ځپلی هېواد یا ولس چې دمادیاتو په لالچ کې معنویانو ته شاه کړي، دجګړې په پای کې له دواړو ارزښتونو کنګال شوی وي
ستر مفکر علامه ابوالحسن علي ندوي رحمه الله په’الصراع بین الایمان والمادیه’ کې لیکلي دي
دموجوده زمانې دمادي تهذیب تر ټولو لویه جګړه داده چې هر څه ته ځلا ورکوي، او په ډېر فریب په خلکو حقایق خلط کوي، حقیقت یو څه وي نوم یې خلاف پرې کېښودل شي او د ظاهر او باطن هیڅ صادقانه تړاو او ربط نه وي

موږ د اشغال تر جغ لاندې اتلس کلن شو خو په اتلس کلن مزل کې موږ، نه یو پل مخکې تللي یو، نه راروانو اتلسو کلونو کې منزل ته یو پل مخکې تللی شو.
موږ ته په ډېر هنر او دمادیاتو په لالچ حقایق خلط کیږي، درواغ راته ځلول کیږي او رښتیا راته مسخره کیږي
له بده مرغه موږ تر دې اندازې مسخره کیږو چې ډېر ځل مو مسلکي، او لوستي ځوانان دغرب په دامونو کې نښلي او پر بېهوده سوژو استعدادونه او قلمي انرجي بېځایه مصرفوي

زموږ پر هېواد جګړه تپل شوې ده او ددې لپاره تپل شوې ده چې دمؤقتي مادیاتو پر زور او لالچ، او دحقایقو پر تحریف او مسخ زموږ لویه شتمني چې معنویات دي، را څخه واخلي او دښمنانو ته مو خالي سلاح کړي.
غربیان چې دحقایقو د انحراف ماهر لوبغاړي دي دخپلو لاسپوڅو پر مټ مسلمان امت ته د درواغ رښتیا ښودلو، او په لاوبالي څېزونو د مشغول کېدو هیڅ موقع له لاسه نه ورکوي.
تېره ورځ ئې ملت ته وویل نامحرمه ښځو ته تر ۱۴ ثانیو زیات کتل ۱۰ زره افغانۍ مجازات لري؛ تمامه ورځ ملت دهمدې لا یعني قانون په تصویب خبرې کولې، وړمه ورځ چې امور زنان وزارت رد کړه، کیسه لا توده شوه او ټولو په یوه خوله دنظام په لېونتوب وخندل
دا چې دا هر څه له وړاندې همداسې طرحه شوي دي، ډاکټرصیب غني نن هرات ته ورسېد ترڅو دلاجوردو د لارې په پرانیسته دملت ذهن پر بله واړوي

لوی ګېم وچلیږي، په ډېر مهارت معنويات او فرهنګ مسخره شي، اشغال ملت له لومړیتونو لیرې، په بېهوده څېزونو مصروف کړای شي او کله چې خبره د لاسپوڅي نظام مختورۍ، او شرم ته ورسېږي، د ولس ذهنیت د لاجوردو د لارې پر پرانیسته په بله خوا شي.

دلاجوردو لار موږ ته څومره ګټه لري، او داچې د ډاکټر صیب غني نظام ئې پلان ګذار دی که طالبان؟ دا بېل بحث دی، اصل خبره داده چې موږ څه ته ضرورت لرو؟
موږ دداسې یو بېوزله هېواد وکړي یو چې ان لومړني مریضان خارجي هېوادونو ته بیایو؛ موږ ته مجهز روغتون لومړېتوب دی، که د لاجوردو لارې، یا د ۱۴ ثانیو بېهوده فرامین؟!
موږ دداسې یوه هېواد وېزو ته ترپکې وهو او په ورځو ورځو انتظارونه ورته کوو چې عمر ئې زموږ تر نیکه لیږ دی، دا درسته ده چې موږ له څلورو لسیزو په جګړو ښکېل یو مګر له دې حقیقت انکار سپین سترګي ده چې په تېرو اتلسو کلونو کې موږ ته څومره ډالر راغلي دي بل هیڅ هېواد نه دي لیدلي
موږ څه لرو چې د لاجوردو پر لار ئې تر اورپا ورسوو؟ فقط مریضان او زخمیان؟ باغونه مو اشغالګرو په داسې زهریله بمونو وویشتل چې حاصلات ئې په نیمه درېدلي دي
په ټوله کې هره هغه پروژه چې دملت په خیر وي، پرانیسته یې باید تقدیر شي، دلاجوردو د لارې پرانسته نیک اقدام دی اما زموږ لومړنی ضرورت نه دی

وروستۍ خبره دا چې دلته ډېر څه داسې دي چې ځلول کیږي، ظاهر ئې یو رنګ او باطن ئې په بل رنګ وي. ننګرهار او خوست ته د ډاکټر غني سفرونه او هلته دروغتیایي کمپلیکس او پروژو ډبرې اېښودل ئې څرګندې بېلګې دي
تر ډېره هر څه کمپایني دي. که ووایم شیطاني دي، په همداسې منحرفو کړنو له یوه مسلمان ملت د معنوي ارزښتونو تروړلو کوښښونه روان دی
هغه ملتونه چې دغربیانو له لورې په وېړ شویو مادي لومو کې نښتي دي، پای کې ئې معنوي او مادي دواړه ارزښتونه له لاسه ورکړي دي.

د ویښ او سوکاله افغانستان پر هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button