هلمند: د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درۍ ډاکټران او یو موټروان وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۳)
له هلمند څخه ورکړل شوی راپورونه وایی چې د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ اړوند د “سره ګودر“په نامه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی چې ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې .
خبر زیاتوي، برید پر یوه لوکسل موټر چې د یوه روغتیایي مرکز د ډاکترانو اړوند و، شوی چې له امله یې درۍ تنه ډاکتران او یو د هغوی موټر چلونکی شهیدان شوي دي.
سرچینې وایي، به برید کې د روغتیايي کارکونکو موتر به بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.
دا برید داسې مهال کیږي چې په عین حال کې د هیواد په زیاتره سیمو کې د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا پر ولسي خلکو ناتاره بریدونه دوام لري او ورځ تر بلې په لوی لاس ولسي کسان په نښه کیږي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا برید امریکایي ځواکونو کړی، که افغان ملګرو یې، خو څو ورځې وړاندې افغان حکومت اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونه ماموریت ورسپارل شوی دی او به بریالیتوب سره یې هدفمند بریدونه ترسره کړي دي.



