مونږ ولې اسلام غواړو؟

عبدالحمید راشد جهادیار

که فکر وکړو نو هر څوک چې ژوند کوي ، نو دهغه لپاره پکار ده چې هغه د ژوند لپاره یوقانون ولري. او هغه هم داسی یو قانون چې د هر راز کمي او زیاتې نه خالې وي. نو که فکر وکړو ددغه شان هر اړخیز قانون لپاره یو فکر پکار دی.

دا قانون که اوس موږ په خپل فکر جوړو، نو طبعي ده چې دا به مناسب او جوړ قانون نه وي، ځکه چې کوم قانون انسان جوړ کړی،نو هغه به خامخا ناقص وي، څه مودي لپاره به دانسان ژوند سره برابر او مناسب وي، او څه موده وروسته به دانسان دژوند سره هیڅ اړخ نه لګوي، او طبعي ده چې مناسب به نه وي. ځکه دانسانانو ژوند دوخت په تیریدو سره تغیر خورئ، نو دا د انسان په لاس جوړ شوی قانون شاید دیوه مودي لپاره کار ورکړي،خو هغه هم غیر شامل او غیرکامل .

نو الله ج دانسان د همدې ستونزي د ختمولو لپاره د انسان د پېداکولو سره سم پوره کامل، شامل او د ژوند دهر اړخیز نظام لپاره یې پوره قانون راولیږه، اوس چې دا قانون دومره شامل شو نو پکار ده چې ددي قانون دترجیح وجوهات هم وڅیړو نو ددی قانون دترجیح وجوهات نیغ په نیغه ستاسي مخي ته ږدم.

هرکله چې هم په دې موضوع باندي بحث کوو نو پکار ده چې لومړي د اسلام ترجیحات او بیا ورپسې داسلام د نه منلو په صورت کې زیانونونه وڅیړو.

لومړي هم داسلام ترجیحات څیړو اول غوره کلام کلام الله ته ورځو ، الله ج فرمایې.

الْیوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِینَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَیکُمْ نِعْمَتِی وَ رَضِیتُ لَکُمُ الْإِسْلامَ دِیناً. المائدة(۳ ایة)

ژباړه:الله ج فرمایې نن ورځ ستاسې لپاره ستاسې دین ما پوره کړ، او تاسو ته ما خپل نعمتونه پوره کړل او اسلام مې ستاسې لپاره ددین په حیث غوره کړ.

دلته

دلته د دي ایت په تفسیر کې سید مودودي رح په تفهیم القران کې لیکې: مراد د دین دتکمیل نه هغه د یو مستقل فکري،عملي،تمدني اومهذب مکمل نظام چې په هغې کې دژوند دهر ډګر دمسائلو حل اجمالاً یا تفصیلاً موجود وي. او په هغې کې د رهنمایې او هدایت دحاصلولو لارې چارې او دنورو نه په دین کې دراخیستلو لاري چاري له دین نه بهر نه وي بلکې په دین کې دغه لارې چارې داخلي وي.او دا دین نه دي مګر اسلام دي ځکه دا هرڅه په اسلام کې داخل دي اجمالاً او یا تفصیلاً.

نو اوس که موږ وګورو نو دا دین چې دا هرځه پکې وي او دژوند ټولو برخو ته شامل وي نو هغه صرف او صرف اسلام کیدای شي بل دین، نه بله تګلاره! نو ځکه موږ غوره کړي، او الله ج زموږ لپاره د لاري مشال ګرځولي الله ج دي موږ ته پرې د عمل کولو توفیق راکړي.

په صورت ال عمران کې الله ج فرمایي: وَ مَنْ یبْتَغِ غَیرَ الْإِسْلامِ دِیناً فَلَنْ یقْبَلَ مِنْهُ وَ هُوَ فِی الْآخِرَةِ مِنَ الْخاسِرِین.(۸۵)سورة ال عمران

ژباړه: څوک چې داسلام ددین نه بغیر بله تګلاره ددین په حیث ومنې نو هیڅکله به دهغه نه دغه لاره قبوله نشي او دا به په اخرت کې د زیانکارانو او تاوانیانو د ډلې نه وګرځي.

نو په مخکې ایت کې الله ج وفرمائیل چې: ستاسولپاره ما اسلام ددین په حیث باندې غوره کړئ نوکله چې دا مسئله شوه چې دا یوه غوره تګلاره او دژوند هر اړخیز نظام شو، نو پکار ده چې انسان چې هغه ته الله ج دژوند ټولې لارې چارې ورښودلې دي هغه باید بیا هیڅ غلطه لاره غوره نکړې، او که بیا ددي سره سره بیا هم غلطه لاره غوره کړي نو دا به په اخرت کې د تاوانیانو له جملې نه وګرځي، او هیڅکله به هم د کامیابۍ مخ ونه ګوري.

نو فائده داشو چې الله ج زموږ لپاره د ژوند لارې چارې او قانون راښودلي نو بیا موږ ولې اسلام نه بغیر بل دین غوره کوو! نو موږ دغه څرګندو لارو ته په کتو د ژوند تګلاره اسلام ټاکوو!

دهمدي موضوع د لا روښانتیا لپاره دقران کریم یو بل نص ته ورځو: الله ج فرمایې

قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ سورة الانعام(۱۶۱)

ژباړه: ته ورته ووایه اي پیغمبره په تحقیق سره ماته مې زما پرودګار داسې لاره راښودلي ده چې هغه دا براهیم ع لاره ده اوهغه له هر قسم شرک نه پاکه او ابراهیم ع له مشرکانو څخه نه وو.

په دي ځاي کې سید مودودي رح په تفهیم القران کې لیکې:چې د ابراهیم ع لاره ددین مزید تعریف دی اګر که دین دموسی او عیسی علیهما السلام په نومونو هم یاد شوی، لاکن نړیوال، یهودیت موسی ع او نصرانیت عیسی ع ته منسوبوي نو ددې لپاره یې دهغې طرف ته منسوب نکړ او ابراهیم ع ته یې ته یې منسوب کړ، څو هغه فکر هم ونشي.

نوپه دي ایت کې هم د ژوند تګلاره په صریح ډول معلومیږي. ځکه الله ج چې خالق المخلوقات دی هغه په خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته وایې چې ته دوي ته ووایه چې همدا نیغه او مستقیمه لاره ده. او دالله ج خالقیت خو ټول منې نو پکار ده چې هغه کومه تګلاره موږ ته راښودلې ده، نو هغه هم موږ په مکمل طور سره ومنو!

نو دي ایت ته په کتو سره موږ اسلام دیو غوره تګلارې په توګه ومنه او د نورو لپاره یې هم دتګلارې په توګه غواړو!

همدارنګه الله ج په سورة البینة کې داسې فرمایې: وذلِکَ دِینُ الْقَیمَة(۵ البینة)

ژباړه:الله ج فرمایې او دا دین داسلام مظبوط دین دی.

تفسیر کشاف لیکې :مطلب دا چې په تورات او انجیل کې الله ج دوي ته امر نه وه کړی مګر په دین حنیف(چې مائل وي له ادیانو باطلو نه حق دین داسلام ته ) لکن دوي دا دین تحریف او تبدیل کړ لکن دا دین چې ستاسو دي نو دا له هرڅه نه منزه دی او تحریف پکې شونی نه دی او مظبوط دین دی.

نو پورته ذکرشو ایتونو ته په کتو قطعي حکم کوو! چې اسلام دبشریت لپاره له ټولو تګلارو غوره تګلاره له ټولو قوانینو غوره قانون او دشاملو نظامونو نه اشمل نظام دی. نو ځکه یې موږ اول د ځان او بیا دټولې نړۍ لپاره دقانون په حیث پیژنو اوبس بله هیڅ تګلاره نه!!!

دا ټول هغه دترجیح وجوهات وه. چې الله ج ورته په ستر کتاب کې اشاره کړې وه اوس نورو وجوهاتو ته چې هغه څوک یې وایې چې نوي په اسلام کې داخل شوي دي.

ابراهیم کو آن((Ibrahim kuan,h وایې: ماتر ۶۰ شپیته کلني پورې دیو پروتستانت عیسایي په توګه ژوند تیر کړیدی او په دي بهیر کې مې نژدي تر دریو کلنو پورې د کوالالمپور((مالیزیا)) په کلیسا کې د پادري په توګه دنده ترسره کړی، خو بلاخره داسلام غیږې ته راغلم نو درنو مینوالو هغه اسلام ته د داخلېدو ډیره تفصېلي کیسه کوي خو مو دهغې خلاصه ستاسط مخې ته ږدو!

هغه وایې هغه څه چې اسلام دهغې په واسطه زه خپل اسیر کړم هغه په لاندې ډول دي.

۱/اسلام د عیسویت څخه زیات عقلي،علمي، دفهم وړ،منطقي او ساده دین دی.

۲/په اسلام کې دالله ج تصور ډیر زیات با وقاره او دشوکت درلودونکی دی.

۳/په اسلامي عباداتو کې د ژوندانه دتکمیل احساس شتون لري د عیسایي طرز عبادت په څېر نیمګړتیاوي پکې نشته.

۴/اسلامې عبادت رأساً دالله ج تړاو او اړیکې ټینګوي.

۵/دقرانې اصولو سره سم مسلمانان مخکیني ټول کتابونه سپيڅلي او الهامي ګڼې، سره له دې چې په هغو کې تحریف شوي دی. قران کریم له هرډول ترمیم څخه خوندي دی، دپخوانیو کتابونو او پیغمبرانوتصدیق کوي.

دا وه درنو مینوالو هغه څه چې نوي مسلمان ابراهیم داسلام دغوروالي او دهغې دغوره کولو لپاره موږ ته بیان کړل.

نو په همدې اساس هم موږ ویلای شو ، چې اسلام دژوند غوره تګلاره او له دي څخه ماسوی نوري لارې ناقصې دي ځکه خو کو آن په هغې باندې پوره نیوکې وکړی. او نیوکې یې هم په ځاي وی،

په همدې موضوع کې تم کیږو او نوې مسلمانې خورچې وروسته له اسلام نه ځان ته نوم حفصه انتخابوی کيسي ته ورګرځو!

هغه وایي: له یهودیت او عیسائیت څخه مي نفرت وشو نو غوښتل مي چي په اسلام کي دښځې په هکله څیړنه وکړم خو الحمدلله کوم حیثیت چي الله جل جلاله ښځې ته په اسلام کي ور کړی دی په بل هیڅ دین کې نشته لکه:

په قرآن کریم چې چيرته دنارینه بیان شوی دی هلته ښځه هم ورسره بیان شویده، که نارینه نیک کار کوي او که ښځه نیک کارکوي، که ښځه بد کار کوي او که نارینه بد کار کوي، د حجاب حکم تر ښځو مخکي نارینؤو ته شوی دی. او په دوهم ځل کې ښځو ته شویدی، اصلي اورښتېنی مساوات او عدل په اسلام کې دی له دې څخه علاوه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په احادیثوکي هم دښځو ډېرفضیلت بیان شوی دی، چې تر اوسه مې لاهغه په دین کې نه دی کتلی.

نو هغه خور بیا په خپله لیکنه کې ددي موضوع په اړوند دقران کریم څوبیلګې بیانوي او وایي:

الله ج په سورت آل عمران کې فرمایي:

فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ ۖ بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ ۖ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ ﴿١٩٥ سورت آل عمران﴾

ژباړه: پس قبولي کړې دوی لره (دا دعاوې)رب ددوی بیشکه زه نه ضایع کوم عمل دهیڅ عمل کوونکي له تاسې که نارینه وي، یاښځه وي ځینې ستاسې دي له ځینو نورو څخه دي.

په بل ځاي کې الله ج فرمايي:

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا ۖ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ ۚ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿٣٢ سورت النسآء﴾

ژباړه: او ارمان مه کوی! تاسې دهغه شي چې غوره ګرځولي دي الله په هغه شي سره ځینې له تاسې پرځېنونورو،شته نارینه ؤلره برخه په سبب دهغه عمل چې کړی یې وي اوشته ښځولره برخه په سبب دهغه عمل چې کړی یې وي دوی اوسوال کوی تاسې له الله نه له فضل دده بشکه چې الله دی پرهرشي ښه عالم او پوهه دی.

په بل ځاي کې الله ج فرمايي:.

وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَٰئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا ﴿١٢٤ سورت النسآء)

ژباړه: اوهرڅوک چې عمل وکړي له (ځینو) نیکو(کارونو)له نارینه ؤاوله ښځو پداسې حال کې چې دوی مؤمن وي نودغه (نیکوکاران) به داخل شي په جنت کې اوظلم به ونشي په دوي دنقیرپه اندازه(هیڅ ظلم به پردوی ونشی)

په بل ځاي کې الله ج فرمايي:

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿٧١ سورت التوبه﴾

ژباړه: اوسړي مؤمنان اومؤمنانې ښځې ځیني ددوی دوستان دي دځینونورو حکم کوي دوي په نیکېو اومنع کوي له بدیوچې اودروې لمونځ زکات ورکوي دوی او دالله اودرسول الله حکم مني ژرده چې الله ج به په دوي رحم وکړي بیشکه چې الله ج دقوت اوحکمت خاوند دی.

په بل ځاي کې الله ج فرمايي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً ۖ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿٩٧ سورت النحل﴾

ژباړه: هرچاچې وکړنیک (عمل) له نارینه ؤڅخه یا له ښځوڅخه پداسې حال کې چې دا مؤمن وي نو خامخا ضرور به هرومرو به ژوند ورکړو ژوند پاکېزه او خامخا ژوند به ورکړو دوي ته په غوره طریقې سره دهغه عمل چې دوي کړی دي.

په اسلام کي زښته ډېرکتابونه ماولوستل په اسلام کي مطالعه دومری پراخه ده چي نه سل کتابونه دی نه زرکتابونه دی اونه هم لک کتابونه دی دهرعالم لیکنې خپل ځانته اصول لري خودیوه عالم خبره به هم د قرآن خلاف نه وي، زه داسلام یوبل څېز هم حیرانه کړمه، هغه داچې په اسلام کې دډير ښېګڼو څخه

علاوه داښې ګڼي او مصلحتونه هم شته چې په لاندې ډول ورته اشاره کوي:

۱: ددین حفاظت اوساتنه، ددې لپاره په اسلام کي عبادات شته او ددین دساتلو لپاره تبلغ اوجهاد فرض کړل شوی دی.

۲: دنفس حفاظت اوساتنه، که یوڅوک په اسلام کي بل مسلمان قتل کړي، هغه ورباندی قصاص کيږي داځکه چې بل څوک بیاداسې بې عقلي ونکړي.

۳: دعقل حفاظت اوساتنه، داهم په اسلام کي ډېر مهم رول لري، ټول نشیي توکي په اسلام کي حرام دي او د شرابو او نور نشیي توکوداستعمال لپاره سزا ټاکل شویده.

۴: دنسل ساتنه، داهم په اسلام کي ډیرمهم رول لري، له همدې کبله یوه سړې ته داجوازشته چې تر څلورو ښځو پورې وکړې ، خو غیر مشروع اړیکي نشي نیولای، که يې زنا وکړه نوسخته سزا لري.

۵: دمال ساتنه، په اسلامي ټولنه کې که یوڅوک غلاوکړي دهغه لاس پریکول کيږي، که يې عامه لاره نیولې وه او خلک يې لوټول دهغه مرګ روا دی.

د اسلام ټولې ښیګڼي ناشوني دي چې زه ورباندې رڼا وا چوم یابه داسې کوم، چې یوکتاب به لیکم، له همدې کبله مي ۱۵په کال/ ۱۱/ ۲۰۱۴ کې په بیت المقدس کې اقصی مسجدته نژدې په اسلام مشرفه شوم. اودشهادت کلمه مي وویله، داچې زما پخوا څخه یهودي عسکر په دې بد راتلل چې دوی ډیرمعصوم فلسطینیان ووژل اوبیت المقدس چې یهودو ، عیسایانو او مسلمانانو دې ټولو ته سپیڅلی ځای دی. نو ځکه مې ورسره مینه ده، دا چې د اسلام دوهم خلیفه امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه دابیت المقدس فتح کړ، اودده یوه لوربي بي حفصه رضی الله عنها د نبی کریم صلی الله علیه وسلم بي بي وه نو ځکه مې خپل نوم حفصه کړ.

اوس هغه موارد و ته اشاره کوو چې د دغه قانون په نه عملي کولو کې رامنځته کیږي.

1/انسان به لار ورکې حیران اوسرګردانه وګرځئ.

۲/ انسان به ددنیا او اخرت ذلت سره مخ شي.

۳/انسان به خپل واضحه هدف په خپله په تیارو بدل کړي.

۴/دانسان قیمتې وخت به په همدې عبثو او غیرې معقولو تګلارو په جوړولو تیر شي.

۵/په پایله کې به ټول هغه مشکلات رامنځته شي،چې داسلامي نظام په نشتون کې رامنځته کیږي.

نو په خپله راته جوتیږي چې اسلام کې دغه یوه نیمګړتياه هم شونی نه ده. او هرڅه بکې په ډېر واضح ډول بیان او روښانه دي.

نو دغه بیلګو ته په کتلو ویلای شو چې اسلام په خپل ځان کې هغه څه لري، چې هیڅ قانون او تګلاره یې له ځانه سره نه لري او نه به دغه شان قانون او تګلاره څوک جوړه کړي. ځکه دا هغه ذات جوړه کړی چې ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړي او دژوند لپاره هر اړخیز نظامونه له ځانه سره لري چې دهغي له جملې نه ټولنیز نظام، اخلاقي نظام. سیایې نظام ،کورنې نظام، اقتصادي نظام چې دا د اسلام اساسي نظامونه دي اواسلام سره له دې پشپړه تګلاره لري، چې دهغې ساری په هیڅ غربي او نورو نظامونو کې نه لیدل کیږي. اودغه تګلارې ته دښمن او دوست ټول قانع دي ځکه چې اعلی ده.

نو په پاي کې وایم چې دهمدې پورته وجوهاتو له کبله اسلام تل دځان او نورو لپاره دلارې مشال غواړو! او دحاکمیت لپاره يې تل هڅه کوو!

او تل یې دځمکې په سر دیو حاکم نظام په توګه غواړو!

داسلامي نظام دقیام په هېله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button