د افغاني+امریکایی ځواکونو حشر او پر عامو خلکو محشر

آصفی الله آصفی
تازه خبرونه وایی چې پرون شپه د کنړ ولایت د شلتن ولسوالۍ پر عامو خلکو د افغاني+امریکایی ځواکونو د ګډ حشر په نتیجه کې پر خلکو د محشر ورځ جوړه کړې وه، خبرونه وایی چې د یادې سیمې خلک په خواږه خوب ویده وو چې د امریکایی+افغاني حشري ګډو ځواکونو یې لومړی دروازې وډبولې او یو یو یې له کوره روایستو او ځای پر ځای وژلو، په تعقیب یې د درې کلیو ټول کورونه بمبار اووو له خاورو سره خاورې کړل.
ځای خلک وایی چې د شهیدانو شمیر 65 تنو ته رسیدلی چی د ځینو جسدونه تر اوسه هم د ویجاړو شویو کورونو تر دیوالونو او خزلو لاندې بند پاتې دي.
د یادونې ده چې دغه ډول محشر د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د امریکایی+افغاني ځواکونو په حشر سره په خورا جدیت سره پر مخ ځي، خو هیڅ افغان چارواکي نه پر خبر دی او نه پرې ځان خبروي او که خبر هم شي په اړه یې د څرګندونو اجازه نه لري.
وجه یې داده چې د افغانستان هوا او ځکه ټوله د یهودو او نصارو په لاس کې ده، افغان چارواکی یې یواځې دې ته پریښې چې پروژې په مخ بوزې او د لاجوردو او داسې نورو په نوم د لارو د افتتاحه په اړه خبرونه خپاره کړي څو عام خلک اغفال کړی او افغان وژنه په دغه ډول په مرموز شکل ادامه پیدا کړي.
هسی خو نږدی شپیتو هیوادونو د افغانانو د وژلو لپاره له ۱۸ کلونو راهیسې په دغه ډول خوړیو حشریزه وژنو لاس پوری کړی خو په دی ورځو کې یې خورا شدت موندلی، د نړۍ هیڅ هیواد هم پر دغو وحشي ځواکونو غږ نه کوی چی نور له دغو وحشیانو وژنو لاس واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button