د سوپر ټوکانو بې ګټې ”بریالي“ عملیات
سرليکنه
دفاع وزارت ويلي چې په دې وروستیو کې هوايي ځواکونو په روزګان ولایت کې پر طالبانو د شپنیو عملياتو پر مهال د امریکا لخوا دوی ته ورکړل شوې سوپر ټوکانو (Super Tucano) الوتکې کارولې دي. دفاع وزارت دا عملیات ”بریالي“ بللي او د هوايي ځواکونو د وړتیا په اړه یې ډاډ ښکاره کړی دی.
په تېرو اوولسو کلونو کې چې امريکايي، کورني ځواکونو پر طالبانو او ولسي وګړو څومره شپني هوايي او ځمکني عمليات کړي ټول یې ”ترهګر ځپونکي او بریالي“ عملیات بللي دي.
د شل زرو بهرنیو عسکرو او درې سوو زرو کورنیو عسکرو له دې زرګونو ”بریالیو“ ماموریتونو سره سره، طالبانو د هېواد پر شاوخوا ۷۰ سلنه خاوره کنټرول او نفوذ پیدا کړی دی.
د دولتي ځواکونو لافې:
بهرنیو ځواکونو او د هغوی تر قومانده لاندې جنګېدونکو کورنیو دولتي ځواکونو په تېرو اوولسو کلونو کې په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې لسګونه زره افغانان شهیدان کړي دي. له دې ټول زور او شور سره سره، د طالبانو مقاومت کمزوری نه شو او دا دی نن یې موږ وینو چې په هر لحاظ تر پخوا ځواکمن دي.
دفاع وزارت تل ادعا کوي چې ځواکونه یې له طالبانو سره جګړه کولای شي. خو دفاع وزارت ته قومانده ورکوونکي امریکايي جنرالان بیا وايي چې دولتي ځواکونه د دوی له مرستې پرته له طالبانو سره جګړه نشي کولای.
دفاع وزارت اوس هم ادعا کړې چې هوايي ځواکونه یې وړتیا لري او طالبانو ته به ماتې ورکړي. خو دا هم تشې لافې دي. په تر ټولو پرمختللې ټکنالوجۍ سمبالو امریکايي هوايي ځواکونو چې طالبانو ته ماتې ورنکړای شوه، نو شیده-پر-خوله کورني دولتي هوايي ځواکونه به یې څنګه مات کړي؟



