هلمند: د امريکايي ځواکونو پر ټانګ ماين چاودنه شوې
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۴)
د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو ټانګ د ماين چاودنه شوې چې د طالبانو په وينا امريکايي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه چاودنه نن ماسپښين مهال د يادې ولسوالۍ مربوط د “جوګرم دښت” په سيمه کې رامنځته شوې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: د چاودنې په ترڅ کې ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی او پکې ناستو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې سيمه ييزې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، پر بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر مهال د ځمکني ماين چاودنه شوې خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
د سرچينې په وينا،له چاودنې وروسته د پيښې ځای ته نږدې څوک نه پرېښودل کېدل او بهرنيو ځواکونو د الوتکو پر مټ خپل وژل شوي او ټپي عسکر پورته کړل.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمو پر زياتيدو يوځل بيا پر هغوی چاودنې او بریدونه زيات شوي چې تر ډيره پکې تلفات ويني خو بهرنيان د پاليسۍ له مخې خپل تلفات رسنيو سره نه شريکوي.



