کندهار: داخلي بريد کې شپږ عسکر وژل دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۴)

د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د يوه داخلي برید په ترڅ کې د یوې پوستې شپږ پوليس وژل شوي او بریدګر طالبانو ته ورغلي دي.

پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط د خاک چوپان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

طالب وياند يوسف احمدي وايي، دغه بريد د دوی د دوو تنو “نفوذي” کسانو له خوا ترسره شوی چې شپږ پوليس يې ځای پر ځای وژلي او يو بل ټپي شوی دی.

نوموړی وايي، نفوذي بريدګرو له ځان سره د وژل شويو عسکرو شپږ ميله وسلې راوړي او طالبانو سره يوځای شوي دي.

تر اوسه په دې اړه د دغه ولايت چارواکو څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې هم طالبانو ورته ډول بريدونه ترسره کړي چې پکې د ملي اردو، کومانډو، اربکيانو تر څنګ لوړپوړي چارواکي هم په نښه شوي دي.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې د طالبانو يوه نفوذي کس د ولايت په مقام کې د بهرنيانو او داخلي چارواکو پر يوې غونډې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق، د ملي امنيت د رئیس په شمول څو تنه چارواکي ووژل شول او د والي ويسا او د کندهار لپاره د امريکايي ځواکونو قومندان په شمول څو تنه نور ټپيان شول.

همدارنګه طالب وياند يوسف احمدي د دغه ولایت په درې ولسواليو کې د چاودنو او بريد خبر ورکړی زياتوي د تيرو څلورويشتو ساعتونو په موده کې طالبانو د خاکريز په شاغونډان سيه کې يوه پوسته نيولې چې په ترڅ کې يې لس عسکر وژل شوي، په میوند ولسوالۍ کې د حامداغا قرارګاه ته څيرمه په رینجر موټر چاودنه کې “قومندان امر حمزه” او عسکر يې وژل شوي، په خبره يې د يادې ولسوالۍ په (بند تيمور او حاجي خيلو) سيمه کې د عملياتي قوې دوه ټانګونه په چاودنو کې ويجاړ شوي او پکې ګڼ شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button