کنړه! خیر ستا غچ اخیستونکي لا هم پاتي دي

رحمت الله نړیؤال
اخ کنړه!
ته ولې او پر څه بمبارېږې؟
تا د چا کور وران کړی؟ تا د چا ورور، پلار وژلی؟ تا څوک یتیم کړی؟ تا څوک کونډه کړې،تا څوک بوره کړې؟
آخر په کومه ګناه ستا له کلیو کنډؤالې جوړیږي؟
ستا ماشوم،ماشوم،زخمي زخمي ټټر په لیدو مو سترګې ډکې ډکې کیږي،زړه مو له درده نا ارامه دی.
اخ کنړه!
دا معصومې څېرې،دا ګلګون ټنډې،دا یتیمې اوښکې، دا بورې کوکارې، دا کونډې،رنډې ژړاوې او دا سړې سړې څړیکې او آهونه ستا په انګړ کې د څه سزا ده؟
ستا دښمن څومره بې رحمه دی،ستا دښمن له فرعونیته هم تېر سؤی دی،فرعون خو به یؤاځې هلکان وژل،دی خو نه ماشوم ګوري،نه بوډا،نه ښځه او نه نر،د بادار په امر هر څه ترسره کؤي.
دا دښمن یؤاځې ستا دښمن نه دی دا زموږ د ملت اسلامیه او ټول ولس دښمن دی،دا زموږ د خاورې او نسل دښمن دی.
کنړه!
نن که یې ته ژړولی ؛ پرون یې هلمند سنګین هم وژړاوی،وړمه ورځ یې ګرمسیر هم په وینو سور کړی،څو ورځې وړاندې یې لوګر،ننګرهار،کندوز،میدان وردګ او….. د هیواد ګوټ ګوټ د غم پر ټغر کښېنؤل.
خیر کنړه!
منم چې یؤ څو په نامه افغانان د څو ډالرو په پار ستا په غم خوشاله دي،منم چې یؤ څو د شاه شجاع بچي د ښکېلاکګرو تر څنګ ستا کلی کور ړنګوي،منم چې یؤ څو خرڅ سوي اجیران د بادار د خوشالؤلو لپاره ستا میندي بورؤي،ماشومان یتیمانؤي،سیاسري کونډؤي،منم چې یؤ څو د غرب لاسپوڅي داسې کړنو ته پرتوګونه ګنډي.
کنړه!
خو دا هم یؤ څرګند حقیقت دی،چې بلې خؤا ستا پر سر لاس تېرؤونکي هم سته،ستا د سر سایه لا هم ولاړه ده،ستا غمخؤاران لا هم پاتې دي.
هوکې!
هغه زلمي چې ځان لولپه کړي ؛ خو تا ساتي،هغه زلمي چې د خلیل په څېر اورونو ته لبیک وایي،هغه زلمي ورته تخت و دار یؤ شانتي دی.
کنړه مه ژاړه!
ستا غچ اخیستونکي نه دي ختم سؤي،د امت ریښیني بچي لا هم پاتې دي،ستا انتقام به یؤ په سل اخلي،تر هغو له خپله ژونده تېر دي؛تر څو تا هوسا کړي،تر څو ستا په انګړ کې د امن سولې سپین بیرغ ورپؤي.
و ماذالک علی الله بعزیز



