فراه: د واکسین پر کارمندانو بمبار شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۴)
له فراه ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې نن سهار د دغه ولایت د خاکسفیدولسوالۍ اړوند د “خشکاوې“ په نامه سيمه کې د واکسین پر کارمندانو هوایي برید شوی دی.
خبر زیاتوي، یادو کسانو په سیمه کې د پولیو واکسین تطبیق کاوو، چې د هوایي برید ښکار شوي دي.
سرچینې وایي، په برید کې د عبدالصبور په نامه د واکسیناسیون یو کارمند او ورسره یوتن همکار چې په موټرسایکل روان وو، په شهادت رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په هلمند کې هم درۍ تنه ډاکټران او د هغوی موټر چلوونکی چې په مرکز لښکرګاه کې یې د درملو شرکتونه درلودل،د سنګین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو ښکار شوي و.
بلخوا بیا تیره ورځ د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ۶۵ تنه ولسي وګړي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان و، په شهادت ورسیدل.
ګډحکومت د هوایي بریدونو قربانیان د طالبانو ملاتړي بولي هغه څه چې د خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي او یوه پراخ ولسي پاڅون ته یې اړ ایستلي دي.



