يوناما وايي، په کنړ کې د ملکي تلفاتو راپورونه څيړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۵)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مسرتندوی دفتر “يوناما” ويلي د کنړ په شلتن ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو او عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه څيړي.

يوناما په خپله رسمي ټويټر پاڼه دغه خبر خپور کړی او ليکي، چې دوی ته هم په ياده حمله کې د ميرمنو او ماشومانو په شمول د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه رسېدلي دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي غلام سخي مشواڼي رسنيو ته ويلي، د جمعې شپې په عملياتو او هوايي بريدونو کې په ياده ولسوالۍ کې ۵۹ ملکي وګړي وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.

که څه هم نوموړی وايي، په ياده عملياتو کې يو شمير مخالف وسله وال هم وژل شوي خو په وينا يې زياتره مرګ ژوبله ملکي خلکو ته اوښتې ده.

په یادو عملياتو کې د ملکي خلکو په مرګ ژوبلې د ولسي جرګې يو شمير غړو اندېښنه وښوده خو لا هم په دې اړه کورنيو چارو او دفاع وزارتونه او د ګډ حکومت چارواکي چوبه خوله دي.

طالبانو او سيمې ته نږدې اوسېدونکي وايي، په يادو عملياتو کې د يادې ولسوالۍ اړوند د “چوګام” کلی له يوې مخې ويجاړ شوی او د ښځو او کوچنيانو په شمول لسګونه ملکيان پکې وژل شوي دي.

د مسير ورځپاڼې په سرمقاله کې د کونړ بريد ته په اشارې ويل شوي، له بده مرغه یوازې حکومت نه دی چې پر دغو وحشتونو چوپ دی. د بشري حقونو ډېری سازمانونه، په کابل کې د بشري حقونو کمېسیون، له حکومت څخه د باندې سیاستوال، په اصطلاح جهادي مشران او تش په نوم روشنفکران ټول د دغو جنایتونو پر وړاندې غلي دي. جنایتکاران، د جنایت شریکان او هغوی چې په دې اړه غلي دي، ټول د ولس پر وړاندې مسوول دي.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې زياتره وخت ملکي ميشت ځايونه او ولسي وګړي په نښه کېږي چې ډيره مرګ ژوبله يې هم عام خلک ګالي خو تر اوسه د دغه ډول عام وژنې د مخنيوي په اړه هيڅ حکومتي مسوولينو هيڅ ډول اقدام او يا غندنه نه ده کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button