دایکندي چارواکي: طالبانو درې پوستې نيولي، عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۵)

د دایکندي ولايت امنيتي چارواکي وايي، د ګيزاب ولسوالۍ مربوط په تمزان سيمه کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي چې په پايله کې يې درې پوستې طالبانو نيولي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دایکندي امنيه قومندان غلام سخي غفاري په يادو بريدونو کې لسو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، درې پوستې طالبانو نيولي او لا هم طالبان مخته تګ کوي.

د غفاري په وينا، په وروستيو کې طالبانو بریدونه زيات کړي او نږدې د ولايت يو کيلو مترۍ ته رسېدلي په خبره يې که دغه ولایت ته تازه دمي ځواکونه ونه رسيږي جګړه به دغه ولايت هم وګواښي.

له بله پلوه طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په تمزان سيمه کې يې څلور پوستې نيولي او د جګړې په ترڅ کې اته عسکر وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې په ميدان پاتې دي، زياتوي چې ګڼ شمير عسکر نور ټپيان شوي او پاتې نورو له پوستو تيښته کړې ده.

خبرباڼه کې راغلي، چې د جګړې په پايله کې طالبانو يوولس موټرسيکلونه، يو صرف موټر او په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات هم طالبانو نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button