پکتیکا: د ښوونځيو تړل کېدو له کبله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۵)

د پکتيکا ولايت د پوهنې رئيس محراب الدين شفق وايي، په دغه ولايت کې د ښوونځيو تړل کېدو له کبله زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

نوموړی وايي، دغه ښوونځي د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو له امله په يو شمير ولسواليو کې تړل شوي خو په وينا يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب هڅې روانې دي چې یاد ښوونځي بيا پرانيستل شي.

په عين حال کې د پکتيکا د ولايتي شورا غړی عزيز عزيز د پوهنې رياست مسوولين تورنوي چې د هغوی د کمزوري مديريت له کبله دغه ښوونځي تړل شوي دي.

که څه هم چارواکي د يادو ښوونځيو تړل کېدو پړه پر طالبانو اچوي خو طالبان وايي دوی دغه ښوونځي نه دي تړلي او ياد ښوونځي په سيمه کې د جګړې له امله تړل شوي دي.

د يادونې ده، چې طالبان د تعليم او تربې په نوم ځانګړې کمېسيون لري چې وخت ناوخت د هېواد په ټولو ولايتونو کې د تعليم او تربې اړوند ښوونځيو څارنه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button