(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۶)
د ټاکنو کمېسيون د وياند مرستيال عبدالعزيز ابراهيمي وايي، د ولسي جرګې د اته ويشتمې او نهه ويشتمې نيټې په ټاکنو کې ستونزې وې خو ورسره يې لاسته راوړنې هم لرلې.
مرستيال وياند عبدالعزيز مني چې په تيرو ټاکنو کې ستونزې وې خو زياتوي چې دومره هم نه وې چې ياده پروسه تر پوښتنې لاندې راشي، په خبره يې ياد کمېسيون ښې لاسته راوړنې هم لرلې خو “څارونکي بنسټونه له لاسته راوړنو يادونه نه کوي او تل خيالي نقدونه کوي”.
ولسي جرګې انتخابات چې د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه ترسره شول چې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون په وينا په يادو دوه ورځو کې له ديارلس زره څخه زيات شکايتونه ثبت شوي دي.
دغه راز تيرې ټاکنې او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او د انتخاباتو کمېسيون کړنې د يو شمير سیاسي ګوندونو او مدني فعالانو له خوا نقد شوي او ډيری د درغليو راپورونه ورکړل شوي دي.


















