حکومت: ابوظبۍ ته مو مرکچي پلاوی استولی،.طالبان وایي؛ مونږ ورسره نه ګورو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۶)

د ملي یووالی حکومت وایي د سولې د عالي مشورتي بورډ مرکچي پلاوی یې دوبۍ ته استولی څو د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره مذاکرات وکړي.
د اجرایه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وایي، دا پلاوی به د طالب مشرانو سربیره د امریکا،متحده عرب اماراتو، سعودي او پاکستان له استازو سره هم لیده کاته وکړي.

په ورته وخت کې بیا طالبانو له دغه پلاوي سره خبرې رد کړې دي، او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي ،په متحده عربي اماراتو کې یې استازي د افغان حکومت له کسانو سره د لیدو کتو هیڅ پلان نلري او نه ورسره ګوري.
نوموړی ویلي

“هلته صرف له امریکایي لوري سره، د ځینو نورو هیوادونو د استازو په حضور کې خبرې کیږي“

بلخوا بیا یو شمیر سرچینو رسنیو ته ویلي چې د حکومت د سولې بورډ اعضاء ابوظبۍ ته رسیدلي خو د طالبانو د مخالفت له کبله په غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
په عین حال کې رویټرز د خپلو منابعو په حواله ویلي چې دواړو لوریو نن تر غرمې پورې پر اوربند او دبندیانو پر موضوع خبرې کړې او ښایي دا خبرې درۍ ورځې وخت ونیسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button