چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

 له افغان حکومت سره په خبرو ټینګار؛ ولې یې طالبان نه مني؟

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
دسمبر 17, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
550
ځلې شریک شوی
107
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالق یار احمدزی

د افغان اولس کلنې جګړې لپاره د جوړجاړي او سولیزو خوځښتونو هڅې پیل شوې، د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د مشرانو ټینګار دا دی چې جګړه که هرڅومره تمدید شي، بیا هم د طالبانو په مشرۍ روان وسلوال مقاومت ته ماتې نه شي ورکولی.
پر همدې تړاو افغان حکومت + امریکا+ ګاونډي هیوادونه هڅه کوي له طالبانو سره یوه داسې جوړجاړي ته ورسیږي چې د ټولو اړخونو ګټې په کې خوندي وي.
پر همدې تړاو، د ملي یووالي حکومت او ټول متحدین یې ټینګار کوي چې باید طالب مقاومت له افغان چارواکو سره وغږیږي، خو طالبان بیا مخامخ له امریکا سره مذاکرات غواړي.
دلته د دواړو لوریو پر تګلارو، نظرونو او عواقبو په هکله یې لنډ نظر اچوو.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

دا چې د حکومت او نړیوالې ټولنې ټینګار پر دې دی چې طالبان باید له خپل حکومت سره جوړ شي ؛ دوی له څو ټکو ویره لري – لومړی، که طالب او امریکا مخامخ مذاکرات وکړي او په پایله کې یوه جوړجاړي ته ورسیږي، دلته به طالب مقاومت چې دوی یې نامشروع باغي ډله بولي، د یوه مشروع نظام حیثیت خپل کړي چې د افغان ولسونو په ملاتړ یې د امریکایانو “اشغالګرو“ پر ضد پاڅون کړی وو؛  بیا به نو امریکا + ټول ناټو متحدین یې د بین المللي قوانینو له مخې “اشغالګر“ وبلل شي، چې د یوه هیواد پر خپلواکي یې یرغل کړی ، او د دې هیواد خلک  چې له خپلې خاورې “افغانستان“ یې دفاع کوله په ظالمانه توګه ځپلي دي.
کله چې امریکا اشغالګره معرفي شوه،دلته بیا د بین المللي اصولو له مخې مکلفیت لري، د تیرو اتلسو (۱۸) کلنو په جریان کې څومره ځاني او مالي زیان یې چې افغانانو ته ور اړولی؛ پرې کړي او دغه راز د “شرم“ په نوم هم څه ورکړي؛ چې امریکا د دې لوی مبلغ ورکړې ته نه ده تیاره.

افغان حکومت ولې ویره لري؟

له امریکایانو سره د طالبانو له مخامخ خبرو افغان حکومت هم په ویره کې دی.
کله چې  په نویمو کلونو کې طالبانو د هیواد ۹۵ سلنه اراضي تر خپل کنترول لاندې راوسته او د پنجشیر له سیمې پرته یې پر ټول هیواد واکمني اعلان کړه، امریکایانو د څو شړل شویو افغانما څیرو په توسط د طالبانو د بشپړ حکومت د نسکورولو په موخه نظامي یرغل وکړ، دا چې ویل کیږي امریکا د افغانانو په غوښتنه راغلې دا هم افواه ده، ځکه تر هغه وړاندې چې دا څیرې وپیرودل شي افغانان د امریکایي تاړاک تر بریدونو لاندې راغلل.
اوس افغان حکومت ویره لري چې که روانه قضیه د امریکا او طالب چارواکو تر منځ حل شوه، نو دوی به د یوه واکمن حکومت نه؛ بلکې د اجیرو ټوپکیانو د یوې ډلې په څیر ټولنې ته راڅرګند شي، چې په هیواد کې یې د بهرنیانو د امنیت د خوندیتابه لپاره د خپلو هیوادوالو پر ضد فعالیت کاوو.
د دوی ۱۸ کلن حکومت به له دې کبله هم د تپل شوي نا مشروع نظام په حیث وپيژندل شي چې د خلکو رایو ته ارزښت نه وو، یواځې د بهرنیانو پریکړې عملي کیدې او د هغوی د خوښې وړ کسان زعامت ته رسیدل.
دغه راز به دوی په نړیواله کچه له سختې رسوایي سره مخ شي ، ځکه دا به بدهي معلومه شي چې د بهرنیانو په دفاع کې یې د خپلو هغو افغانانو چې د یرغلګرو پر وړاندې راپورته شوي و، مبارزه کوله.
د دوی له هر چارواکي به د شهیدانو د شهادتونو، د ټپیانو د ټپونو او د اسیرانو د ولچک او زولنو پوښتنه کیږي، داځل به د تیر په خلاف ټول د عدل په تله کې تلل کیږي او د یرغلګرو د دفاع د لامل پوښتنه به ترې کیږي، او ملت به هغوی په داسې عبرتناکه سزا رسوي، چې د نړۍ محکوم ملتونه پرې خوشاله او غلامې پرګنې پرې اوښکې توی کړي؛نو ځکه ویرې اخیستي دي.

طالبان څه وایي؟

 

پورته خبرو ته په کتو سره طالبان وایي چې که له افغان حکومت سره وار له مخه جوړجاړی وکړي،نو دا حکومت خو د چارواکو د عزل او تقرر واک نه لري، نو د یوه لوی خوځښت د هیلو د پوره کیدو او د هغو د ورګډیدو واک به له کومه کړي؟

دوی وای، د بهرني اشغال په موضوع کې له افغان حکومت سره هیڅ راز خبرو ته چمتو نه دي او آن یواځې ناسته هم د وخت ضیاع بولي،  نو ټینګار یې دا دی چې د بهرني اشغال موضوع له واکمن لوري“امریکا“ سره حل کړي.

پاتې شوه د داخلي حکومت چارې،  نو طالبان تر حکومت ځان ډیر وفادار دې خاورې ته بولي او وایي چې په ملي اسلامي بڼه د حکومت د واکونو،  انتخاباتو او دغه راز نورو اړوندو مسائلو کې هیڅ بهرني دخالت ته ضرورت نه ویني  او په وینا یې چې افغانان کولی شي، خپلمنځي ستونزې په خپله سره حل کړي.

یوه بله خبره هم شته چې نړیواله ټولنه او د هغوی داخلي ملګري کله هم نه غواړي د ۱۷ کلنې دیموکراسۍ پرسر معامله وکړي، دوی د خپلې بقاء ویرې دومره نه دي اخیستي، څومره چې د دیموکراتیکو معیارانو د تالاترغه کیدو ویره ورسره ده.
که د اسلامي چوکاټ حکومت راته، خامخا به یې د قانون ټول بندونه د جینوا د نړیوال کنوانسیون له پریکړو سره ټکر خوري چې په کې د اسلامي شریعت په رڼا کې د حدود پلې کیدا ته د ظلم او تیري لقب ورکړل شوی دی.
دیموکراتان دې ویرې هم اخیستي دي.

د یوې اسلامي باثباته سولې په هیله…

لوی ټکي: افغان سولهخالق یار احمدزیزلمی خلیلزاد
مخکینې مطلب

حکومت: ابوظبۍ ته مو مرکچي پلاوی استولی،.طالبان وایي؛ مونږ ورسره نه ګورو

بل مطلب

کندهار: ترافيکي پېښه کې پنځه ديرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com