ساه ختلې سلګۍ – س. سيرت

س. سيرت

پر کــورونو، جوماتــونو بمـبارۍ شوې

بې مهاره شوه وراني ځکه ورانۍ شوې

سردار خان سیرت، لیکوال او شاعر

ارمانو یې ساوې ورکړې په ډولۍ کې

شهيدان  مــو ناوکيان او ناوکــۍ شــوې

 

عــزرایيله! شــميــریې څـومره راتـه وايه

خاورې خاورې د ځوانانو مو ځوانۍ شوې

 

د غربي تهــذيب کلـتور تر سـيورې لانـدې

ورْکې ورَکې مو نـتکۍ هم مو پګړۍ شوې

 

د الــهــام د پرښــــتو ســـوي  وزرونــــه

لــه  شاعره هــم غــزلې نيــمَکۍ شــوې

 

په تنــکو  تنــکو ارواؤ  قتــلولــو

ساه ختلې ساه ختلې مې سلګۍ شوې

 

خپل خېلونه خپلې وينې مو سيرته

د پرديو په لمسون رانه پردۍ شوې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button